نور

 نظریات و تبصرها بر مقالات:  میزان بازدید کننده گان: 0٪  
fb محل بحث نظر
شهزاده محمد؛ د پرمختګ نوښتګر که د غلامۍ نوښتګر؟!

په دې وروستيو کې د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان له اتلانتيك مجلې سره د مرکې پر ترڅ کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې «اسرائيل د خپلو نيکونو په خاوره کې د يو ملي دولت په شکل د ژوند کولو حق لري او که نه؟» ويلي چې: «اسرائيل او فلسطينيان دواړه له خپلو ـ خپلو خاورو څخه د دفاع حق لري، خو يو داسې تړون ته اړتيا برېښي چې سوله، استقرار او د عادي اړيکو تضمين وکړي.» څه موده وړاندې د سعودي ستر مفتي عبدالعزيز هم له يو تلويزيون سره په مرکه کې ويلي و چې د اسرائيلو پر وړاندې جګړه حرامه او حماس يوه ترهګره ډله ده. همدارنګه د اسرئيلو د استخباراتو وزير يسرائيل کاتس د عربي انټرنيټي ورځپاڼې«ايلاف» سره په مرک

04/18/2018

ايا په سوريه د امريکا بريد له مسلمانانو د ملاتړ په معنی دی؟

وروسته له هغه چې د بشار رژيم د دوما پر بې دفاع خلکو کيمياوي وسلې وکارولې چې له امله يې لسګونه خلک شهیدان او سلګونه ټپيان شول؛ د شنبې پر ورځ امریکا له بریتانیا او فرانسې سره په ګډه په سوریه کې د بشار د حکومت پر ځينو نظاامي تاسيساتو توغنديز بريدونه وکړل. ډونلډ ټرمپ ایران او روسیې ته خبرداری ورکړ چې د بشار د حکومت له ملاتړه دې لاس واخلي. له څو کلونو راهيسې روسيه، ايران او بشار پر مسلمانانو بې رحمه بريدونه کوي، سلګونه زره بې دفاع خلک يې ووژل، سلګونه زره يې ټپيان کړل، مېليونونه يې د خپلې خاورې پرېښودو ته اړ کړل، د دوی د محاصرو له امله زرګونه خلکو له لوږې خپل ژوند له لاسه ورکړ، ښکلي او اباد ښارونه

04/18/2018

رهبران مردمی، در پرتگاه نابودی!

متنفذین و یا به عباره‌ی دیگر قدرت‌های مردمی، پایگاه‌های قدرت حقیقی به شمار می‌روند. این قشر در طول تاریخ بشری نقش سرنوشت‌ساز را در راستای تغییر و تحول جوامع بازی کرده‌اند، حاملین افکار و اندیشه‌ها برای رسیدن به مقاصد مثبت و یا منفی خود از این قشر از مردم بهره برده و یا هم آن‌ها را چون مانع از سر راه دور کرده‌اند. امریکا، حامل ایدیولوژی سرمایه‌داری در ضمن اهداف و برنامه‌های خود در افغانستان پالیسی براندازی رهبران مردمی را که دارای احساسات اسلامی‌اند، در پیش گرفته است.

03/26/2018

نوروز مو حلال کړ که حرام؟!

په تيرو څو کلونو کې هر کال د نوي لمريز کال په نوې کېدو سره په افغانستان کې د نوروز يا د نوي کال د لومړۍ ورځې تحريم او تحليل په رسنيو او عامه مجالسو کې توده موضوع وي. يوه ډله خلک د نوروز د حراموالي په اړه نصوص وړاندې کوي او بله ډله د روڼ اندو په نامه يې د افغانی کلتور يوه برخه بولي چې له دين سره هيڅ تړاو نه ورکوي.

03/24/2018

د افغانستان په جګړه کې د امريکا ستوماني او نارڅرګنده حل لاره

نږدې د دريو لسيزو راهيسې امريکا ته د نړۍ د بې سياله ابرځواک په سترګه کتل کيږي. په دغه موده کې امريکا په ډېر غرور او تکبر سره ډېر نظامونه ړنګ کړل او ډېرو سيمو کې يې نظامي لاسوهنه وکړه. د خليج له جګړې نيولې، افغانستان، عراق، سوريه، پاکستان، لېبيا... د امريکا د نظامي مداخلې بېلګې دي.

03/18/2018