د روان ۱۳۹۵ کال د جوزا په لومړۍ ورځ
د طالب ډلې مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا بې
پیلوټه الوتکو له خوا په نښه شو چې په ترڅ کې يې ملا منصور او د موټر چلونکی ووژل
شول.
دا لومړی ځل نه دی چې امریکا په
پاکستان کې جهادي مشران په نښه کوي او د پاکستان په اصطلاح ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو
لاندې کوي، بلکې تر دې مخکې اسامه بن لادن، بیت الله محسود، حکیم الله محسود او
ډیری نور مسلمانان د امریکا له خوا وژل شوي چې ملا منصور به یې وروستی هغه نه وي.
د څیړنو له مخې امریکا په نړیواله کچه
هره ورځ تر ۶۰۰ زیات خلک د خپلو ملي ګټو لپاره قرباني کوي او هرڅوک یې چې ګټو ته
ګواښ پیښوي، هغه چې په هره ممکن لار وي، له منځه وړي. د امریکا بهرنی سیاست په دوه
بنسټونو ولاړ دی، لومړی د امریکا ملي ګټې او امنیت، دویم د امریکا نړیواله برلاسي. هر دولت، ډله او
که فرد دغو دوه ستنو ته ګواښ وي، هغه به هرو مرو له منځ وړي.
امریکا د نړۍ په هیڅ ګوټ کې کوم دایمي
ملګری او دوست نه پیژني، په اسلامي نړۍ کې خو هرګز داسې څه نشته، ځکه چې اسلام او
اهل یې له سره د امریکا دښمن دی. امریکا تر هغې دوستي کوي چې ګټې د هغه په وجود کې
تأمین وي، کله چې ګټې د بل چا په جود کې تأمین کیږي او یا دا چې نور دی له کاره
وتی وي، هغه نور له صحنې ګوښه کوي، چې ښې بېلګې يې: معمر قذافي، بن علي، حسن
مبارک، جنرال مشرف، کرزی او... دي.
د سیمې چارواکي او دولتونه د امریکایې
ګټو په خدمت کې دي، هر کله چې له امریکایې ګټو څخه مخ واړوي، په هماغه ورځ بیا د
دوی عمر پایته رسیږي، که دولت وي یا یې نسکوروي او یا یې چارواکي بدلوي او که ډله
یا هم فرد وي، نو بیا یې د مرګ کندو ته د ډرون په مټ ور ټیل وهي.
د افغانستان او پاکستان چارواکي دې دا
ګمان نه کوي چې امریکا د ملا منصور او اسامه بن لادن دښمنه او ستاسو ملګرې ده، که
تاسې د امریکا له مزدورۍ څخه لاس په سر شئ، نو ستاسو برخلیک هم به د معمر قذافي او
حسن مبارک په څیر شي او دغه پیغام به ډرون ستاسو تر ککرۍ در ورسوي.