خالد څرګند

خالد څرګند د سیاسي چارو شنونکی او لیکوال. نوموړي د بغلان په ولایت کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې دي. د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ شوی دی او اوس په نړیوالو اړیکو کې د ماسټرۍ په کچه په زده کړو بوخت دی. د نوموړي ګڼې مقالې په مختلفو وېبپاڼو، مجلو او اخبارونو کې خپرې شوې دي.

 د مقالو په اړه نظر او تبصرې:  د کتونکو کچه: 0٪  
fb د بحث او نظر ځای
ایا امریکا له شمالي کوریا سره د اټومي جګړې هوډ لري؟

په امریکا کې د ډونالد ټرمپ قدرت ته له رسیدو سره سم، د امریکا او شمالي کوریا لانجې هغه وخت زور واخیست چې شمالي کوریا د اټومي توغندیو په ازموینه لاس پورې کړ. د دې ارموینې په پایله کې امریکا یو زیات شمیر جنګي بیړۍ سیمې ته واستولې چې پکې الوتکې وړونکې بیړۍ هم شاملې وې؛ اېخوا د دې کړنې په ځواب کې شمالي کوریا ګواښ وکړ چې د هر ډول هڅوونکې کړنې ځواب به په اټومي توغندیو ورکړي (بی بی سی، اپریل ۱۷مه ۲۰۱۷).

06/04/2017

افغانستان د روسیې او امریکا د زور ازمویلو ډګر!

امریکا پر افغانستان له برید او د طالبانو له نسکورېدو وروسته د دې لار هواره کړه، چې یوځل بیا پخواني طالبان سر راپورته کړي او د امریکا او افغان دولت پر وړاندې جګړه پیل کړي. د امریکا او دولت پر وړاندې د طالبانو وسله واله جګړه د امریکا لپاره ښه پلمه شوه، تر څو په افغانستان کې په افغان دولت نهه اوږدمهاله پوځي اډې ومني

05/17/2017

۲۰ ملیونه خلک، د مرګ او ژوند پر پوله

د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتو سازمان استازی استیون اوبراین د جمعې په ورځ( ۲۰/۱۲/۱۳۹۵) د دې سازمان د امنیت شورا غونډې ته و ویل چې، که د لوږې او قحطۍ له کبله هغه بشري ناورین ته رسیدګي و نه شي چې د پنځه هیوادو - یمن، سومالیا، نیجریه، کینیا او جنوبي سوډان خلک یې د لوږې له مرګوني ګوښ سره مخ کړي؛ ډير ژر به کابو ۲۰ ملیونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي. (الجزیره/۲۰۱۷/۳/۱۲)

04/24/2017

د ډرون پیغام

د روان ۱۳۹۵ کال د جوزا په لومړۍ ورځ د طالب ډلې مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو له خوا په نښه شو چې په ترڅ کې يې ملا منصور او د موټر چلونکی ووژل شول.

06/01/2016