افغانستان د روسیې او امریکا د زور ازمویلو ډګر!
05/17/2017 | خالد څرګند

    د جالبیت   |  

3.8

5/


ارزیاب کنندګان:5

امریکا پر افغانستان له برید او د طالبانو له نسکورېدو وروسته د دې لار هواره کړه، چې یوځل بیا پخواني طالبان سر راپورته کړي او د امریکا او افغان دولت پر وړاندې جګړه پیل کړي. د امریکا او دولت پر وړاندې د طالبانو وسله واله جګړه د امریکا لپاره ښه پلمه شوه، تر څو په افغانستان کې په افغان دولت نهه اوږدمهاله پوځي اډې ومني. همدارنګه په افغانستان کې د داعش ډراماتیک پیدا کېدل او  هغه موخې چې داعش یې لري، د دې لامل شوې چې د روسیې خوب وتښتي؛ ځکه روسان باور لري چې داعش د امریکا پروژه ده او نهايي موخه یې دا ده چې جګړه د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته ولېږدوي او په دې سره هم د روسیې د واک سیمه محدوده کړي او هم په مرکزي اسیا کې نفتي زیرمې په خپل کنټرول کې راولي.  
د روسیې د جګړې تاریخ دا په ګوته کوي چې روسیې تل کوښښ کړی چې خپل دوښمن په خپلو پولو کې نه، بلکې په خپل شنه کمربند کې مات کړي او افغانستان د روسیې د شنه کمربند په سیمه کې پروت دی. د همدې موخې لپاره روسي چارواکو په ډاګه څرګنده کړې ده چې زموږ او طالبانو موخې او ګټې شریکې دي او هغه د داعش له منځه وړل دي، ځکه داعش د طالبانو او روسیې دواړو دوښمن دی. نو له همدې امله روسان طالبانو ته د خپل ستراتيژیک دوست په سترګه ګوري او طالبان د داعش پر وړاندې د جګړې لپاره په سیاسي او کېدای شي په پوځي برخو کې هم حمایه کړي. ځکه په دې وروستیو کې داسې راپورنه خپاره شوې چې طالب چارواکو له روسي استازو سره په تاجکستان او ځینو نورو هېوادونو کې لیدلي دي او حتی داسې راپورنه هم خپاره شوي چې روسیه ګواکي طالبانو ته پيسې او وسلې ورکوي.  
د دې لپاره چې داعش ځواکمن او غټ وښیي، نو په دې وروستیو وختونو کې په کابل کې لوی وسله وال بریدونه وشول چې مسوولیت داعش په غاړه واخیست، حتی وروستی برید یې په کابل کې د سردار محمد دوادو خان پر روغتون وکړ. په داسې حال کې همدې روغتون ته څېرمه د امریکا سفارت او نورې استخباراتي ادارې فعالیت کوي. 
که وضعیت همداسې دوام وکړي او طالبان خپلې مرستې له روسیې تر لاسه کړي او داعش هم ورځ تر بلې تقویه شي، نو افغانستان به د امریکا او روسیې د پوځی زور ازمویلو  په خونړي ډګر واوړي او د دې ټولو قربانيان به یوازې افغانان وي او یو ځل بیا به افغانان د یوې پردۍ جګړې لپاره قرباني ورکوي. د کفارو د مکرونو له امله به ځینې افغانان د جهاد په نیت د طالبانو په صف کې، مګر په ناپوهۍ به د روسیې لپاره او ځینې به د داعش په صف کې، مګر په ناپوهۍ به د امریکا لپاره جګړه کوي. 


له تغییر مجلې څخه


    د جالبیت  
|  

3.8

5/


ارزیاب کنندګان:5



   د نظر لیږد