انجنیر احرار

انجنیر احرار د کابل پولیتخنیک د ساختمانۍ له پوهنځي څخه د لسانس او ماسټرۍ په درجه فارغ شوی دی او اوس په پوهنتون کې د استاد په توګه دنده سرته رسوي. نوموړې ګڼې سیاسي او فکري مقالې لیکلې دي، چې په مختلفو معبترونو سایټونو، مجلو او اونیزو کې خپرې شوې دي.

 د مقالو په اړه نظر او تبصرې:  د کتونکو کچه: 0٪  
fb د بحث او نظر ځای
جګړو ځپلی افغانستان او د ټرامپ وحشیانه پالیسۍ!

تېر کال افغان ولسمشر اشرف غنی خلکو ته د لسګونو دروغجنو نورو هيلو ترڅنګ وویل چې دا کال يې د جګړې او راتلونکی یعنې سږنی کال یې د سولې، ټیکاو او بیا رغاونې دی. مګر سږ کال د جګړې او وحشت اصلي بازي کوونکي امریکا په ډاګه وویل چې ۲۰۱۷ کال به په افغانستان کې د جګړې سخت او ستونزمن کال وي.

06/04/2017

امریکا په افغانستان کې څنګه واک چلوي؟

پر یوه سیمه او خلکو تسلط او پر هغوی واکمني کول یوه پېچلې موضوع ده او د واک چلولو میکانیزمونه يې هم په زړه پورې دي. که واکمنان دا میکانیزمونه په واقعي ډول وپېژني، په ډېره اسانۍ خلک د ځان لپاره اېل کولی شي. مګر که دا میکانیزمونه په سمه توګه ونه پيژني، نو بیا په اسانۍ د خلکو اېل کول ستونزمن دي. پر همدغه بنسټ د یوې سیمې د خلکو واقعیت پېژندل او د دې سیمې د خلکو ځانګړتیاوو او حساسیتونو په اړه کره معلومات د واکمنۍ او اوږدمهاله تسلط لپاره خورا اړین دي.

05/17/2017

د ورستیو ناامنیو تر شا څه دي؟

غرب په رښتیا هم په خپل مکر او فرېب کې د بریالي کېدو په حال کې دی او د افغانستان او پاکستان مسلمان ولسونه یې په هغه مسیر روان کړي چې دوی یې غواړي او هغه دا چې د پاکستان او افغانستان د مسلمانانو ترمنځ نفرت، کرکه، دوښمني او وژنې وي، په داسې حال کې چې په خپل منځ کې یې د دوښمنۍ پر ځای یو بل ته د اسلامي ورورولۍ لاس ورکړئ وئ او د غربي ښکېلاک ریښې یې په سیمه کې وچې کړې وئ.

04/18/2017

ټرامپ او د اسلامي خاورو بې خاصیته واکمنان

غرب له موږ یعنې اسلامي خاورو سره په سلګونه کاله کېږي دوښمني پالي. دوی ځکه له موږ سره دوښمني کوي چې موږ پر اسلامي ایدیولوژۍ باور لرو او دا ایدیولوږي د غربي نظام – ډیموکراسۍ سره سخت مخالفت لري. په وروستیو کلونو کې اسلامي بیداري خورا ځواکمنه شوې ده. پر همدې بنا غرب موږ وژني، زموږ خاورې اشغالوي څو مو اړ کړي چې دا ایدلوژي پرېږدو او بشري نظام، ډیموکراسي ومنو او په دې سره موږ هم د دوی غوندې شو.

04/12/2017

له کافرو مرسته؛ هغه تېروتنه چې زیاتره جهادي ډلوو تجربه کړې!

زیاتره اسلامي جهادي خوځښتونه د بشپړې او سمې اسلامي تګلارې د نه درلودلو له کبله د مبارزې په اوږدو کې د داسې تېروتنو مرتکب ګرځيدلي چې نه یوازې بریالي شوي نه دي، بلکې د مبارزې مېوه یې هم نورو ترې وړي او د امت د کړاو او درد د لا زیاتېدو لامل ګرځېدلي دي. د روسي یرغل پر وړاندې جهادي ډلو له هر ډول کافرو دولتونو څخه مرستې واخیستې او پرته له دې چې شرعي حکم، سیاسي اړخ او د مرستو موخې یې وپيژني ښه راغلاست يې ورته ووایاست. دې مرستو دغو دولتونو ته زمینه مساعده کړه چې په جهادي ډلو کې نفوذ وکړي او د خپلې خوښې مسیر ته یې برابر کړي.

01/13/2017