امریکا په افغانستان کې څنګه واک چلوي؟
05/17/2017 | انجنیر احرار

    د جالبیت   |  

0.0

5/


ارزیاب کنندګان:0

پر یوه سیمه او خلکو تسلط او پر هغوی واکمني کول یوه پېچلې موضوع ده او د واک چلولو میکانیزمونه يې هم په زړه پورې دي. که واکمنان دا میکانیزمونه په واقعي ډول وپېژني، په ډېره اسانۍ خلک د ځان لپاره اېل کولی شي. مګر که دا میکانیزمونه په سمه توګه ونه پيژني، نو بیا په اسانۍ د خلکو اېل کول ستونزمن دي. پر همدغه بنسټ د یوې سیمې د خلکو واقعیت پېژندل او د دې سیمې د خلکو ځانګړتیاوو او حساسیتونو په اړه کره معلومات د واکمنۍ او اوږدمهاله تسلط لپاره خورا اړین دي.
له بده مرغه امریکايي ښکېلاک د دې واقعیت په پيژندلو کې په زیاتره ځایونو کې بریالی شوی دی؛ دوی توانېدلي دي، چې د نړۍ په زیاتو سیمو کې مستقیم او یا هم غیر مستقیم واک وچلوي او لوی او ځواکمن ولسونه د ځان لپاره اېل کړي.
د نړۍ له نورو برخو چې هلته امریکایان څنګه حاکمیت کوي تېرېږو، را به شو افغانستان ته. امریکا تر یوې نیمې لسیزې زیات دلته واک وچلاوه او لا يې هم چلوي، که څه هم د افغانستان مطلق اکثریت دلته د امریکا واکمني او تسلط نه مني او نه یې غواړي، حتی هغه کسان هم چې د دوی لپاره دلته د واک چلولو دروغجن رول اداء کوي. مګر بیا هم توانېدلي دي چې د خپلې پالیسۍ او غوښتنو مطابق تر اوسه واک وچلوي.  
دا چې افغانستان یوه قبایلي ټولنه ده او په قبیلوي ټولنو کې معمولا واک له څو متنفذو کسانو سره وي، امریکا هم د همدغه واقعیت په درک کولو سره همدا متنفذ او هغه خلک چې تر شا یې سلګونه زره خلک ولاړ دي؛ په پیسو، څوکۍ او ښه مادي ژوند په ورکولو او یا هم ځینې وخت په وېرولو سره ځان ته اېل کړي دي. دوی د خپلو ځواکونو تر استولو مخکې دلته متنفذ کسان په ډېرو کمو پیسو واخیستل او ټول ولس یې د ځان لپاره د همدغه متنفذینو له لارې اېل کړ او په دې اړه د یوه امریکایي دیپلومات خبره مشهوره ده چې ویل به یې: موږ په افغانستان کې جنرالان په ډېرو کمو پيسو واخیستل. موږ ګورو چې په اسلامي خاورو کې امریکا د ځینو کسانو په وسیله غیر مستقیم واک چلوي، له همدې امله هغه کسان په پیسو اخلي، چې نفوذ لري او په واسطه يې میلیونونه خلک د خپل ځان اېل کوي او هغه نظام چې دوی ورته ټاکلی دی چلوي.
همدارنګه کله چې غواړي خپل وسله وال مخالفین کمزوري یا یې تسلیم کړي، بیا هم همدا فورمول کاروي، نو بیا یې هم مشران یا وژني او یا یې هم په امتیاز ورکولو سره دولت ته راولي.

له تغییر مجلې څخه


    د جالبیت  
|  

0.0

5/


ارزیاب کنندګان:0



   د نظر لیږد