زمری افغان

-----------------------------------------------------------------------------------

 د مقالو په اړه نظر او تبصرې:  د کتونکو کچه: 0٪  
fb د بحث او نظر ځای
د ملي نفاق له حکومت سره د نفاق نوې څپې

افغانستان د قدرت پر وړو جزیرو اوړي. سیمه ییز چارواکي خپلسرې او یا هم د بهرنیانو له خوا ور کړل شوې تګلارې مخکې وړي. په یوه بې ساري ګام کې د افغانستان ځینو ولایتونو ته د نورو ولایتونو د خلکو پر ورتګ بندیز لګېدلی دی. دا کار په ښکاره د امنیت په موخه کیږي، خو ټول پوهیږو چې دا چارې له امنیت سره کوم تړاو نه لري. اوس د افغانستان ځیني ولایتونو په داسې ځایونو بدلیږي چې واکمن یې هر ډول پرېکړه کولای شي. په کابل کې چارواکي څه نه وايي او یا هم ښايي دوی همدغه څه غواړي. دا ستونزه یوازې په حکومت کې نه پاتې کیږي، بلکې خلکو ته راوځي او د نفاق نوې څپې خوروي.

06/10/2017

امنیت شورا افغانستان ته امن را ګرځولی شي؟

څو ورځې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ملي وحدت حکومت سفیر له پاکستان څخه رسمي شکایت وکړ. داسې وښودل شوه چې دا ګام د افغانستان د خوندي کولو په موخه کیږي، خو په افغانستان کې وحشت او جګړه لا روان دي. په ملګرو ملتونو کې د ملي وحدت حکومت سفیر محمد صیقل د امنیت شورا غونډې ته وویل چې پاکستان د افغانستان ځمکنی او هوايي حریم نقضوي او په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان له خوا نا اعلان شوې جګړه ده. پاکستاني لوري د محمود صیقل خبرې رد کړې او ورته تورونه یې ولګول. امنیت شورا ته شکایت کولی چې د افغانستان ستونزه حل کړي؟

04/12/2017

د امریکا پالیسي بدلیږي، که خلیلزاد افغان شوی؟

پر ټولنیزو شبکو د زلمي خلیلزاد یا د امریکایانو په وینا د (زول) عکس ښکته پورته کیږي. څوک یې اتل ګڼي، څوک یې ریښتینی افغان ګڼي او څوک یې آن د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره وړ او مناسب کس. د خلیلزاد په تړاو دا احساسات له هغه وروسته دي چې نوموړي د پاکستان په تړاو د امریکا په کانګرېس کې توندې او تیزې خبرې وکړې. خلیلزاد د امریکا د کانګرېس یوې غونډې ته وویل چې پاکستان دوه مخې لوبه کوي او باید د ترهګرو د ملاتړي دولت په توګه د ترهګرو په نړیوال لېست کې شامل شي.

07/15/2016

هم مې ووژني په خپله، هم پر ما باندې ژړا کا

د افغاني داعش د پروژې طراح او پلی کوونکی حنیف اتمر ننګرهار ته ورغلی و چې له خلکو سره په غم کې ځان شریک وښيي او د حکومت له اړخه ورسره د مرستو ژمنه وکړي. نوموړي د ننګرهار خلکو ته وویل چې حکومت یې تر څنګ ولاړ دی، سوځېدلي کورونه به یې بیا ورغوي او دوی به د داعش پر ضد تقویه کړي.

07/04/2016

د ننګرهار داعش، د کومې موخې لپاره؟

په ننګرهار کې د داعش په نوم یوې ډلې یو ځل بیا وحشت کړی. خلک یې وژلي، ماشومان یې په چړو وهلي، مسلمانې ښځې یې له ځان سره وړي، د خلکو کورونه یې سوځولي او ګڼ نور جنایتونه یې کړي دي. ننګرهار کې خلک غبرګون ښيي او غوسه دي. حکومتي چارواکي وايي چې ځواب وايي او داعش به له بېخه وباسي. هره ورځ خبرونه دي چې لسګونه داعشیان ووژل شول، خو له هر خبر سره داعشیان نور هم زیاتیږي. د داعش په نوم دا وسله وال څوک دي او اصلي موخه یې څه ده؟

06/30/2016