د امریکا پالیسي بدلیږي، که خلیلزاد افغان شوی؟
07/15/2016 | زمری افغان

    د جالبیت   |  

4.8

5/


ارزیاب کنندګان:3

پر ټولنیزو شبکو د زلمي خلیلزاد یا د امریکایانو په وینا د (زول) عکس ښکته پورته کیږي. څوک یې اتل ګڼي، څوک یې ریښتینی افغان ګڼي او څوک یې آن د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره وړ او مناسب کس. د خلیلزاد په تړاو دا احساسات له هغه وروسته دي چې نوموړي د پاکستان په تړاو د امریکا په کانګرېس کې توندې او تیزې خبرې وکړې. خلیلزاد د امریکا د کانګرېس یوې غونډې ته وویل چې پاکستان دوه مخې لوبه کوي او باید د ترهګرو د ملاتړي دولت په توګه د ترهګرو په نړیوال لېست کې شامل شي.
په افغانستان کې، چې پاکستاني احساسات پکې زیات دي، په طبیعي توګه دا ډول خبرې بازار لري. د خلیلزاد بازار له دې امله هم ګرم شوی چې په افغانستان کې پیدا شوی، دلته اوسیدلی، خو وروسته امریکايی شوی دی. خلیلزاد د امریکا په سیاست کې مهمه څېره ده چې په ملګرو ملتونو، افغانستان او عراق کې د امریکا سفیر او استازی پاتی شوی دی.
په افغانستان کې غبرګونونه تل لږ فکري او ډېر احساساتي وي. له همدې امله د خلیلزاد په تړاو هم دغه ډول غبرګون شته. خو که څوک خلیلزاد پېژني، د هغه دندې ور معلومې وي او یا لږ تر لږه د هغه کتاب ( استازی) یې لوستی وي، پوهیږي چې خلیلزاد پوره امریکايی دی او امریکايي توب یې په رګ رګ کې ګډ شوی دی. له بده مرغه دلته خلک دا نه درک کوي چې د پاکستان په تړاو د خلیلزاد دریځ نه، بلکې د ټولې امریکا دریځ بدلیږي. خلیلزاد ولې اوس غږ پورته کوي؟ ولې ۱۵ کاله غلی و او یا یې دریځ داسې نه و، لکه اوس؟
ښکاره ده، د امریکا د ګټو مسئله ده. اوس د امریکا ګټه په دې کې ده چې پر پاکستان نیوکې وشي. پاکستان د انزوا لور ته روان دی او هغه رول او اهمیت چې پاکستان د امریکا لپاره درلود، له دې وروسته به یې نه لري. دا رول هند ته ورکول کیږي او دا چاره ددې لپاره کیږي چې هند د چین پر وړاندې د درېدو توان پیدا کړي. له همدې امله بدلون راځي او امریکا نور خپل نوکر پاکستان ته په هغه پخوانۍ سترګه نه ګوري. د زلمي خلیلزاد څرګندونې او د امریکا وروستي ګامونه هم ددې ستر بدلون یوه برخه ده چې ګڼ کسان یې نه درک کوي.
د افغانستان خلک باید دا بدلون درک کړي. دا په ټوله سیمه کې د امریکا د پالیسۍ یو بدلون ښيي، نو له دې امله په کار ده چې خلیلزاد ته کمپاین ونه شي او یا هغه افغان ونه ګڼل شي. خلیلزاد یو امریکايی دی او خبرې یې هم یوازې د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره دي. خلیزاد افغان شوی نه دی، بلکې د امریکا ګټې په دې کې دي چې اوس پاکستان منزوي شي.


    د جالبیت  
|  

4.8

5/


ارزیاب کنندګان:3



   د نظر لیږد