د ملي نفاق له حکومت سره د نفاق نوې څپې
06/10/2017 | زمری افغان

    د جالبیت   |  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:2

افغانستان د قدرت پر وړو جزیرو اوړي. سیمه ییز چارواکي خپلسرې او یا هم د بهرنیانو له خوا ور کړل شوې تګلارې مخکې وړي. په یوه بې ساري ګام کې د افغانستان ځینو ولایتونو ته د نورو ولایتونو د خلکو پر ورتګ بندیز لګېدلی دی. دا کار په ښکاره د امنیت په موخه کیږي، خو ټول پوهیږو چې دا چارې له امنیت سره کوم تړاو نه لري. اوس د افغانستان ځیني ولایتونو په داسې ځایونو بدلیږي چې واکمن یې هر ډول پرېکړه کولای شي. په کابل کې چارواکي څه نه وايي او یا هم ښايي دوی همدغه څه غواړي. دا ستونزه یوازې په حکومت کې نه پاتې کیږي، بلکې خلکو ته راوځي او د نفاق نوې څپې خوروي.
د ملي نفاق په حکومت کې هسې له سره هم نفاق و. له دې امله چې حکومت د افغانانو استازيتوب نه کوي، نو نفاق یې هم د افغانانو د نفاق په معنی نه دی. اوس ستونزه ځکه لویږي چې په حکومت کې تصمیمونه داسې نیول کیږي، چې نور پر عامو خلکو هم اغېز کولی شي. ځیني کړۍ چې د واک ورسره دی، ځینو خلکو ته دا فکر ورکوي چې د ځانګړو ولایتونو خلک د نا امنۍ لامل دي او باید زموږ ولایت ته پرې نه ښودل شي. په هغو ولایتونو کې هم بیا غبرګون شته او دا کار تعصب او له دوی سره دښمني ګڼي. په دې ډول د ملي نفاق له حکومت څخه د تعصب، نفاق او خیانت بوی راځي. دا بوی اوس په ولس کې هم خوریږي او پر خلکو ناوړه اغېز کوي. په حکومت کې چارواکي هم د همدغو تعصبي، قومي او ژبنیو تړاونو پر اساس عمل کوي، سیاسیون او نور چارواکي هم په همدغو تړاونو غبرګون ښيي. دوی د قومي، ژبنیو او سمتي شعارونو په زمزمه کولو سره هڅه کوي چې په ولس کې ځای پیدا کړي. دوی له یوه اړخه د وژونکو مېکروبونو په شان ولس ته ننوځي او له بله اړخه په ولس کې د نفاق ناروغي خپروي.
څومره چې د جانکیري نخسه عملي کیږي او د ملي نفاق حکومت دوام کوي، په همغه کچه افغانان زیان ویني. دا حکومت د مېکروب حیثیت لري چې موږ ته له ناروغۍ او تدریجي مرګ پرته بل څه نه راکوي. له همدې لامله په چټکۍ سره یې باید مخه ونیول شي. ولس باید بېداره وي، د حکومتي چارواکو او سیمه ییزو زوراکو تصمیمونه باید د کوم قوم او یا ولایت د خلکو تصمیم ونه ګڼي. دوی باید قومونو ته د غبرګون پر ځای حکومت او اشغالګرو ته غبرګون وښيي او ددغه نفاق مخه ونیسي.


    د جالبیت  
|  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:2



   د نظر لیږد