هم مې ووژني په خپله، هم پر ما باندې ژړا کا
07/04/2016 | زمری افغان

    د جالبیت   |  

4.2

5/


ارزیاب کنندګان:6

د افغاني داعش د پروژې طراح او پلی کوونکی حنیف اتمر ننګرهار ته ورغلی و چې له خلکو سره په غم کې ځان شریک وښيي او د حکومت له اړخه ورسره د مرستو ژمنه وکړي. نوموړي د ننګرهار خلکو ته وویل چې حکومت یې تر څنګ ولاړ دی، سوځېدلي کورونه به یې بیا ورغوي او دوی به د داعش پر ضد تقویه کړي.
د ننګرهار د کوټ خلکو حنیف اتمر ته غوږ نیولی و، ورته کتل یې، له هغه یې اورېدل. خلکو ته خپل قاتل مخامخ ولاړ و، خلک مجبور وو چې غوږ ورته ونیسي، خبرې یې واوري او څه ورته ونه وايي. حنیف اتمر په افغانستان کې د داعش په نوم د یوې وحشي ډلې طراح او عملي کوونکی بلل کیږي. ویل کیږي چې د حنیف اتمر دنده ده چې د امریکا دا پروژه عملي کړي او له همدې امله یې تل د داعش سره په پټه مرسته کړې ده. د ولسي جرګې لومړي مرستیال او د ننګرهار مشهور سیاستوال حاجي ظاهر قدیر نه یوازې دا چې پر اتمر د داعش د ملاتړ تور ولګاوه، بلکې ویې ویل چې اسناد هم لري او که څوک ترې وغواړي، نو دغه اسناد به ورته وښيي. یوازې ظاهر قدیر نه، بلکې ځینې نور سیاستوالو، د ننګرهار خلکو او ان د روسیې چارواکو او رسنیو دا خبره وکړه چې حنیف اتمر او معصوم ستانکزی د داعش پروژه پر مخ وړي او  د امریکا له اړخه یې دا دنده اخیستې ده.
داعش په ګوټ کې وحشت وکړ، د خلکو په کورونو یې اور بل کړ، ماشومان یې ووژل، ښځې یې له ځان سره بوتلې او حکومتي ځواکونو ورته کتل. وروسته د عملیاتو خبره وشوه، خو دا عملیات د تل په څېر نمایشي وو او کله هم د داعش پر ضد رېښتيني عملیات نشی ګڼل کیدای.
حنیف اتمر چې د داعش پر مټ یې په ننګرهار کې کوم وحشت وکړ، بیا ننګرهار ته ولاړ چې د خلکو پر زخمونو مالګي ودوړوي، د سلګونو امنیتي ځواکونو او جګو دیوالونو تر شا یې خلکو ته خبرې وکړې، خو داسې چې یوازې خلکو اورېدلی شوی او د خلکو رېښتینو استازو او دردېدلو کسان د خبرو او نظر حق نه درلود. خلکو حنیف اتمر ته یوازې کتل او ښايي د شاعر دا بیت ور په یاد شوی وي چې:
هم مې ووژني په خپله هم پر ما باندې ژړا کا...
....


    د جالبیت  
|  

4.2

5/


ارزیاب کنندګان:6



   د نظر لیږد