معاصر جاهليت: د قرآن او سنتو پرځای ملګرو ملتونو ته د خپلې قضيې وړاندې کول
04/26/2016 | سیف الله مستنیر

    د جالبیت   |  

4.0

5/


ارزیاب کنندګان:4

خبر:

محمد اشرف غني د غوايي په ۶مه د پارلمان فوق العاده غونډې ته د وينا پر مهال وويل: له دولت نه د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې کابل له پاکستان څخه ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو ته شکایت وکړي. هغه وویل؛ "د افغانستان خلک تمه لري پاکستان کې د افغانستان ضد ترهګرو ډلو کوربه توب، تجهیز او د هغوی د فعالیتونو اسانتيا برابرول د ملګرو ملتونو د مصوبو او منشور سره په تناقض کې دی او د درېیم ګړي هېواد پرضد د ترهګرو ډلو د نه ملاتړ اصل پر بنا افغانستان باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا، نورو نړیوالو بنسټونو او نړیوالې مدني ټولنې ته شکایت وکړي". نوموړي زیاته کړه: "موږ دا تمه پرځای بولو، که دا بدلون ونه لیدل شي، موږ به اړ یو د سیمه ییزو همکاریو رامنځته کولو پر هڅو او هیلو سربېره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په مراجعې سره جدي دیپلوماتیک ګامونه واخلو."

تبصره:

اشرف غني له هر ډول شرم او حيا پرته د افغانستان په مجاهد او مسلمان ولس پسې دروغ وايي چې د هغوی غوښتنه دا ده چې د افغانستان د قضيې په اړه ملګرو ملتونو او نړيوالو بنسټونو ته شکايت وکړي. ځکه د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس همېشه د دې لپاره قرباني ورکړې، ترڅو د استعمار پالو ملګرو ملتونو په څېر طاغوت باندې کافران او د الله سبحانه وتعالی په رسۍ «اسلام» باندې منګولې ولګوي.  په دې اړه يې له انګريزي استعمار، کمونستي استکبار او اوسمهال له کپيټاليستي ښکېلاک سره د خپل سر او مال پر قربانۍ ټکرې وهلې دي. دغه غوښتنه يوازې د ده په څېر د هغه ګوډاګي قشر يوه غولوونکې هڅه ده، ترڅو په اوسني ناورين ځپلي حالت کې ولس ته يوازې دروغجنې هيلې ورکړي. 

دا چې د افغانستان غوڅ اکثریت د اسلام د مبارک دين پيروان دي او اسلام خپلو پيروانو ته اجازه نه ورکوي، ترڅو خپلې قضيې د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ځای طاغوت او شیطان ته وړاندې کړي. ځکه الله متعال فرمايي:((فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ)) ‏يعنې: که مو په څه کې اختلاف درلود، هغه الله سبحانه وتعالی «قرآن» او پيغمبر صلی الله عليه وسلم «سنتو» ته ورګرځوئ (ترڅو د قرآن او سنتو په رڼا کې د هغه حکم ومومئ) که په الله سبحانه وتعالی او د قيامت په ورځ ايمان لرئ.

ځکه ملګري ملتونه د ښکېلاکګرو هېوادونو د ګټو تنظيموونکی سازمان دی، چې د هغوی په مستعمرو کې د هغوی ګټې په داسې ډول سره وېشي چې د دوی ترمنځ د مستقيمو لويو جګړو سبب نه شي. ښکېلاکګر هېوادونه خپلې ټولې نيابتي جګړې له خپلو خاورو څخه ليرې ساتي او زموږ په خاورو کې يې متمرکزې کوي. د دې ترڅنګ هڅه کوي چې دا هرڅه د سولې، ثبات، پرمختګ، سوکالۍ، بشري حقونو، مدني ټولنې، انتقالي عدالت او ... تر نومونو لاندې ترسره کړي. خو حقیقت دا دی، چې د اسلامي خاورو په منځ کې هېڅ ستونزه د دغه استعماري سازمان په واسطه نه ده حل شوې. سوريه، فلسطين، افغانستان، عراق، يمن کشمير، چيچن او ... يې ګڼې بېلګې دي، چې د ښکېلاکګرو د نيابتي جګړو له امله تر ننه پکې وينې بهيږي. يوازې د ښکېلاکګرو ترمنځ د مستقيمو جګړو مخه يې نيولې، مګر د ټولو اسلامي خاورو وګړي يې د بېلابېلو استعماري ځواکونو د لوبو لپاره تيار کړي دي، ترڅو په يوه نوم او بل نوم ورڅه ګټه واخلي.

په دغه سازمان کې د امنيت شورا او نورو ګډونوالو ترمنځ د صلاحيتونو توپير خپله د دغه سازمان په نامشروعيت باندې څرګند دلالت کوي. همداراز د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې د امنيت شورا د غړو هېوادونو د پرېکړو په زور او ځواک باندې پلي کول او هرې سيمې ته د نړيوالو ځواکونو استول بل هغه تريخ حقيقت دی، چې د دغه سازمان شتون ناروا کوي. د دې ټولو ترڅنګ تاسو ګورئ چې د مسلمانانو په اړه دغه سازمان څه ډول يو اړخيز دريځ لري، د سوريې له پاڅون کوونکو څخه تروریستان جوړوي او د بشار ترور او وحشت بيا هم په ورين تندي زغمي او د سوريې لپاره د راتلونکي حل لارې يوه برخه يې ګڼي. په سربرينتسا کې د دوی تر نظارت لاندې په يوه ورځ ۸۰۰۰ مسلمانان په عام ډول وژل کيږي، په ميانمار کې د روهنګيا د مسلمانانو په اړه هېڅ غوڅ دريځ نه لري او په دغو ټولو مسايلو کې د ظالمانو ملاتړ کوي او ... په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی له ظالمانو سره موږ دا ډول چلند ته هڅولي يو: ((وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِنْ أَوْلِيَاء ثُمَّ لاَ تُنصَرُونَ)) يعنې: پر هغو کسانو باندې تکيه او د هغوی لوري ته تمايل مه پيدا کوئ، چې ظلم يې کړی (که مو داسې وکړل) د دوزخ اور به مو ښکته کړي او (پوه شئ چې) له الله سبحانه وتعالی پرته نور دوستان او سرپرستان نه لرئ (ترڅو تاسو له شر، بلا او زيان څخه وساتي) او له هغې وروسته د دښمنانو پر وړاندې نه بريالي کيږئ.

د ملګرو ملتونو سازمان له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په نړۍ کې د سولې، پرمختګ، عدالت او له بشري حقونو څخه د دفاع په بهانه د امريکا په مشرۍ د هغو هېوادونو له خوا رامنځ ته شو، چې ټول تاريخ يې له جګړو او بشر ضد جرمونو څخه ډک دی. که څه هم د دغه نړيوال سازمان شتون ګڼ شمېر هغو مسلمانانو ته له لويو لاسته راوړنو ډک ښکاري چې د غربي ثقافت په نشه روږدي شوي دي، مګر دغه لاسته راوړنې يوازې د پانګوالي عقيدې، سيکولريزم، ډيموکراسۍ او استعمار له ليدلوري د ارزښت وړ دي.

د اسلام له ليدلوري څخه د دغه سازمان مخينه، اوس او راتلونکی ټول د اسلامي امت په منځ کې يوازې د استعمار د تنظيموونکي او اسلام دښمنه سازمان په توګه ارزول کيدای شي او بس. ځکه نوموړی سازمان د خپلو استعماري هڅو له مخې هره ورځ د بشريت تر ټولو غوره امت د غم، لوټ او تالان پر ټغر کېنولی دی.


    د جالبیت  
|  

4.0

5/


ارزیاب کنندګان:4



   د نظر لیږد