د ډیموکراسۍ په
راتګ او د اسلامي خلافت په له منځه تلو سره نه یوازې اسلامي امت، بلکې ټوله نړۍ له
ناخوالو او ستونزو سره مخ ده. د ډيموکراسۍ په راتګ سره د مسلمانانو د ژوند سیاسي،
ټولنيزه، اقتصادي او حتی غذايي رژيم، صحت او رواني حالت ګډوډ شوی. د ژوند په دغو
ټولو برخو کې يې انسانان له ناورينونو سره مخ کړې دي.
د کپيټلېزم ( ډیموکراسۍ)
په راتګ سره له مسلمانانو څخه د صدقې، خیرات، خیر ښېګڼې، ورورګلوۍ، قرض حسنه او
داسې نور لسګونه مفهاهيم له منځه تللي. خلک اوس یوازې هر کار د ګټې لپاره کوي. مال
د دې پر ځای چې صدقه او خیرات يې کړي او د بل مسلمان ورور ستونزه حل کړي، ذخيره
کوي يې، تر څو ډېره ګټه وکړي.
هغه مهال چې دا
مفسد نظام (ډيموکراسي) نه وه او مسلمانانو خپل نظام درلود، د ستونزو د معالجې لپاره
په کلياتو او جزئیاتو کې له اسلام پرته نه چا ډیموکراسي پېژنده او نه دغه ناروا مطلقې
آزادي ګانې، فقير او پانګوال، جمهوريت او پارلمان، مليت او ملي پولې، عصبيت او نشنلیزم،
مساوات او کمونیزم او نه هم فقر او غربت وو. قانون هغه څه و چې الله سبحانه وتعالی
نازل کړي و، حکومتي نظام خلافت و، د قلمرو په داخل کې اسلام پلی کېده او بهر ته د دعوت
او جهاد له لارې ټول بشريت ته لېږدول کېده. په ټوله نړۍ کې اسلامي دولت د خير او نور
د خورېدو ځلانده مناره وه چې بشريت يې د دنيا او آخرت د سعادت په لور رهبري کاوه.
نو
اسلامي امت باید سره يو موټی شي او د کپيټلېزم (ډیموکراسۍ) ټغر له نړۍ څخه ټول کړي
او پر وړاندې يې پیاوړی ګام پورته کړي. ټول اسلامي امت باید د الله سبحانه وتعالی
پر رسۍ منګولې ولګوي او د یو الهی نظام د رامنځ ته کولو لپاره مټې رابډ وهي.
جاويد سيرت