د نړۍ نوی نظم به څوک کنټرول کړي؟
10/26/2016 | نور

    د جالبیت   |  

4.6

5/


ارزیاب کنندګان:8

د شلمې پيړۍ له (۹۰) مې لسیزې څخه مخکې نړۍ دوه قطبي بڼه درلوده. شرق کې سوسیالیزم او په غرب کې يې کپیټلیزم حاکمیت درلود. خو د سوسیالیزم له ماتې وروسته کپیټلیزم، چې  په راس کې يې امریکا ده  د نړۍ لوی ځواک شو.
په نړۍ کې هر لوی ځواک د خپل حاکمیت په وخت کې د قدرت لوړې څوکي ته رسیدلی، خو وروسته يې د ځوړتيا دوره پيل شوې او له منځه تللی. (۱۹۹۱ ز – ۲۰۰۱ز) کلونه د امریکا د ځواک لوړه څوکه ګڼل کېږي. مګر پر افغانستان او عراق باندې له بریده وروسته امریکا د سترو اقتصادي، سیاسي او نظامي ناورینونو سره مخ شوه.
په نړیواله کچه د امریکا په ناخالصو تولیداتو کې یې کمښت راغی، لکه د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه وروسته چې د انګلستان ناخالصو تولیداتو د امریکا په ګټه کمښت پیدا کړ. په سیاسي لحاظ هم په نړۍ کې د امریکا سیاسي حیثیت کم شوی او د نړیوالو شخړو په حل کې پاتې راغلې. په نظامي برخه کې اوس د دې جرات نه لري چې د شخړو سيمو ته خپل پوځيان واستوي. له دي څخه معلومیږي چې امریکا نور ورو ورو د زوال پر لور روانه ده.
خو پوښتنه دا ده چې له امریکا وروسته به کوم ځواک د نړۍ نوی نظم کنټرول کړي؟
سره له دې چې د امریکا سیال «چین» د اقتصادي ودې په حال کې دی، خو چین لا تر اوسه پر سمندري بندرونو او لارو باندې حاکمیت نه لري. همدا مسله د چین اقتصادي ودې ته زیان رسوي. چین اوس په دې هڅه کې دی چې خپل سمندري ځواک پیاوړی کړي او د چین په جنوبي سمندرګې کې سمندري بندرونه جوړ کړي، تر څو له دغه اړخه ځان له تاوان څخه وژغوري.
چین له یوه بله ستونزه هم لري چې هغه د یوې ایډیولوژۍ نه شتون دی. اوس په چین کې د سوسیالیزم او کپیټلیزم یو مخلوط سيستم حاکم دی. د نړیوال نظم د رامنځته کولو او د هغه د کنټرول لپاره ایډیولوژۍ ته ټینګه اړتيا شته او پرته له يوې ایډیولوژۍ څخه پر نړۍ باندې د يو هيواد لپاره حاکميت ناشوني چاره ده. نو له دې څخه جوتیږي چې له امريکا څخه وروسته چین نه شي کولی چې د نړۍ نظم کنټرول کړي.
مګر اسلام یواځینۍ ایډیولوژي ده چې له امریکا څخه وروسته به په نوې بڼه نړيوال نظم را منځ ته کړي. ځکه چې اسلام يواځينی ايډيولوژيک دين دی او د دې ظرفيت لري چې د نړۍ نظم کنټرول کړي. د ایډیولوژي د شتون تر څنګ اسلامي خاورې په اقتصادي او جیوپولیټیک لحاظ هم د دې جوګه دي چې نوی نړیوال نظم رامنځته او هغه کنټرول کړي.

لیکنه: مسلم


    د جالبیت  
|  

4.6

5/


ارزیاب کنندګان:8



   د نظر لیږد