د استعمارګرانو او د هغوی د ګوډاګيانو همکاري او همغږي زموږ برخليک نشي بدلولی
04/21/2016 | سیف الله مستنیر

    د جالبیت   |  

0.0

5/


ارزیاب کنندګان:0

خبر:

په دې وروستيو کې کابل د ریکا  RECCA « Regional Economic Cooperation Conference on Afghanistan» یا د افغانستان لپاره د سیمې ییزو همکاریو د شپږم کنفرانس کوربه و. په دې کنفرانس کې د ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو چارواکي او استازي برخه لري. په دغه غونډه کې په راتلونکو ۱۰ یا ۱۵ کلونو کې د مرکزي اسیا اقتصاد له سوېلي اسیا سره پر نښلولو او د سيمې په اقتصادي مرکز باندې د افغانستان د بدلولو لپاره د همکارۍ او همغږۍ په موخه بحث وشو. د ريکا په دغه فورم کې د اقتصادي همکاریو له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د ثبات په موخه همکاري او همغږي رامنځ ته کيږي، چې د سيمې د ثبات له پاره افغانستان د یو پل او د تړاو د نقطې حیثیت لري، همدا لامل دی چې افغانستان د نوموړي فورم د تمرکز نقطه ده. په دغه کانفرانس کې په مهمو اقتصادي سکتورونو لکه سوداګري او ترانزیت، ګمرکات او د سرحداتو مدیریت او کنټرول، د خصوصي سکتور پرمختګ، انرژي، کرهڼه، د کاري ځواک وړتيا، مهاجرت او لیږد، روغتیا او ښوونه او روزنه شامل دی.

تر دې وړاندې په ترتیب سره په  کابل ۲۰۰۵، نوې ډهلي۲۰۰۶ ، اسلام اباد ۲۰۰۹ ، استانبول ۲۰۱۰ او دوشنبه ۲۰۱۲ کې د ریکا پنځه ناستې تر سره شوې دي، چې وروستۍ هغه یا د ریکا شپږمه ناسته RECCA-IV یې دروانې سپتمبر میاشتې په ۳، ۴ او ۵مه نېټه په کابل کې دایره شوه.

تبصره:

افغانستان د امريکا او ناټو له خوا د څوارلس کلن اشغال په ترڅ کې د ګڼو سياسي، اقتصادي او فرهنګي نړيوالو کنفرانسونو شاهد و، مګر د افغان، پاکستاني، تاجک، ازبک او ... بل مسلمان وګړي په ژوند کې يې هېڅ راز مثبت بدلون رانه ووست.  د دې تر څنګ يې د دغو وګړو مورني ټاټوبي د هغوی په وينو باندې خړوب کړل او سيمه يې د خپلو نيابتي ښکېلاکي جګړو په ګرم ډګر باندې بدله کړه. دغه جګړه په افغانستان کې په خپل ټول وحشت او ترور سره په اعلان شوي او په پاکستان کې په نا اعلان شوې توګه دوام لري او تر دې اخوا اوس د منځنۍ آسيا د هېوادونو نوبت رارسېدلی، چې همدا اوس يې د افغانستان لور ته اوږده پوله پر يوه بل وزيرستان باندې د بدلېدو په درشل کې ده.

دا هرڅه په سيمه کې د امريکا او ناټو د ستراتيژيکو استعماري موخو په حدودو کې جريان لري. ځکه امريکا په سيمه کې غواړي روسيه او چين محدود کړي، ځان د کسپين  د سمندرګي تر بډايه زېرمو پورې ورسوي او د دغو زېرمو د استعماري لوټ تالان لپاره د حمل او نقل لارې چارې ومومي او همداراز په سيمه کې ورځ تر بلې اسلامي بيداري و ځپي، ترڅو په نژدې راتلونکې کې د سيمې مسلمانان د راشده خلافت په ترڅ کې د خپل برخليک د ټاکلو هڅه ونه کړي او په سيمه کې مېشت لوی امت يو ځل بيا د اسلامي عقيدې او نظام پر بنسټ فکري، سياسي او جغرافيوي يووالی ونه مومي. 

د ريکا کنفرانس د امريکا او ناټو د ګوډاګيانو او لويو نړيوالو استعماري موسسو او کمپنيو هغه هڅه ده، ترڅو د سيمې په هېوادونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې کپيټليستي اقتصادي ظرفيتونه وروزي، هغه سنمبال کړي، د همغږۍ لپاره يې لارې چارې برابرې کړي او د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د نا امنيو د تهديد تر څنګ خپل هغه قدرت او ځواک نندارې ته وړاندې کړي، چې امريکا او ناټو کولای شي د هغوی زېرمې نړيوالو مارکېټونو، په ځانګړي توګه د جنوبي آسيا بازارونو ته ورسوي. چې د امريکا او ناټو د دغه استعماري پلان لپاره ريکا کنفرانس يو بنسټيز اسلوب دی.

خو دا هرڅه په داسې وخت کې ترسره کيږي، چې پانګوالي نوره په نړيواله سطحه د نړېدو په درشل کې ده، که نن او سبا د سوسيالېزم په توګه له منځه لاړه نشي، په ډېره نژدې راتلونکې کې له منځه تلونکې ده. ځکه پانګوالۍ ايډيولوژۍ افراد، کمپنۍ او موسسات د عامه ملکيت لکه؛ پترول، ګاز، هر ډول انرژي، د درنو او حساسو وسلو فابريکې څښتنان کړي دي او دولت د ملکيتونو په ټولو ډولونو کې له بازار څخه بهر يوازې د پانګوالو د يوې وحشي وسيلې او د ډيموکراتيکو ازادي ګانو د ضامن په توګه کارولی دی او دا ټول د آزاد بازار، خصوصي سکتور، نړيوالتوب او ... تر نومونو لاندې ترسره شوي دي، چې طبيعي پايله يې، د نړيوالو جګړو رامنځ ته کېدل، د دريمې نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي خاورو کې د ښکېلاکګرو د نيابتي خونړيو جګړو دوام،  په نړيواله سطحه په يوه مالي ناورين پسې د بل مالي ناورين راتګ، انفلاسيون، د نړۍ د ۹۹ سلنه وګړو د شتمنيو راټولېدل ۱ سلنه پانګوالو ته او د بشر د لوی فقير اکثريت او لږ پانګوال پوړ تر منځ د لوی توپير او واټن رامنځ ته کېدل دی.

خو لکه څنګه چې سيمې ته د امريکا او ناټو په راتګ سره ګڼې بدبختۍ لکه، کفر، فقر، فحشا، جګړې، بېکاري، مهاجرت، انفلاسيون او ... راغلې دي، په راتلونکې کې په سيمه کې د اشغال او استعمار د عمر اوږدوالی به زموږ دغه بدمرغۍ لا زياتې کړي. خو څه چې زموږ دغه ناوړه واقعيت معالجه کولای شي او مسلمان څه چې ټول بشر له دغو ناورينونو څخه خلاصولی شي، هغه د هغه نظام تاسيس دی، چې د انسان، ژوند او کايناتو خالق او رب پر موږ فرض کړی، ځکه هغه سبحانه وتعالی په ټولو هغو پوهيږي، چې د مخلوقاتو د خير او صلاح سبب کيږي. ځکه الله متعال په قرآن شريف کې فرمايي:

(ألا يعلم من خلق وهو اللطيف الخبير) الملک:۱۴

مګر هغه ذات چې (خلک) پيدا کوي (د هغوی په وضعيت) نه پوهيږي، په داسې حال کې چې هغه دقيق، باريک ليدونکی او ډېر با خبره ذات دی؟!

نو اې د سيمې مسلمانو ولسونو!

الله سبحانه وتعالی تاسو ته ډېر لوی او کامل دين درکړی، چې د بشريت تر ټولو معزز رسول محمد صلی الله عليه وسلم ته وحی شوی او هغه تاسو ورباندې وېرولي ياست او تاسو هم د نور بشريت لپاره د هماغه بشارت او وېرونې دنده پر غاړه لرئ او د همدغه لوی دين تطبيق او بشر ته د هغه حمل ستاسو اساسي دنده ده، نو مه پرېږدئ، چې بشري ايډيولوژۍ مو د لا نورې بدمرغۍ سبب شي. شپه او ورځ هڅه او مبارزه وکړئ، ترڅو دغه ښکېلاکګر، اشغالګر او د هغوی ګوډاګيان، چې د ريکا په څېر بېلابېل اساليب او وسايل په لاره اچوي، له واک څخه ليرې کړئ او پر ځای يې اسلام په راشده طريقه، د نبوت پرمنهج راشده خلافت کې تطبيق کړئ، چې يوازې د مسلمانانو نه بلکې د ټول بشريت د نېکمرغۍ سبب شئ او هغه مهال به انسانان د نوي سپيڅلي ژوند په پيل سره يو ځل بيا ډاډه ژوند ومومي.


    د جالبیت  
|  

0.0

5/


ارزیاب کنندګان:0



   د نظر لیږد