سیاسي اسلام او غیر سیاسي مسلمانان
05/17/2017 | نور

    د جالبیت   |  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:2

«د روم له قیصر څخه معاویه ته! له هغه څه نه چې ستا او علي بن ابي طالب تر منځ پېښ شوي، خبر شوو. موږ فکر کوو چې تاسو د خلافت حقدار یاست. که امر وکړئ لښکر درلېږم چې د علي سر درته تقدیم کړي....
له معاویه څخه هرقل ته! دوو وروڼو یو له بل سره جنجال کړی، ته څه کاره يې چې مداخله کوې؟ که ګونګ نه شوې، داسې لښکر درلېږم چې سر يې تا ته درورسېږي، پای يې له ما سره وي، چې سر دې راوړي او علي ته يې تقدیم کړم.»
له پورتني ډيالوګ څخه په کافي اندازه د مسلمانانو سیاسي شعور او د کفارو دسیسې په ډاګه کېږي. د اسلام زرین تاریخ له دې ته ورته پېښو مالامال دی. که په کمه موده کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رهبرۍ د اسلام بې ساري پرمختګ او تر هغه وروسته د مسلمانانو فتحو او بریاوو ته ځير شو، یو خورا مهم دلیل یې هم دا راوځي چې مسلمانان زیات سیاسي وو. سیاست يې د اسلامي شریعت او دولت په اډانه کې و، چې بنسټ يې رسول الله صلی الله علیه وسلم اېښی و. د اسلام ستر پيغمبر تر ټولو غوره سیاستوال او رهبر و، د یوه غوره سیاست په پایله کې يې د خلکو د چارو سرپرستي کوله. له کفارو سره جهاد، اسلام ته دعوت، د حدیبیې سوله، د قبیلو له مشرانو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم رفتار، په احسنه طریقه د امت د ستونزو حل، د مسلمانانو د چارو رهبري، د امت یووالی او داسې نور ټول د یوه غوره اسلامي سیاست ښکاروندوی دي.
هېڅ ايډیولوژۍ پر نړۍ د اسلام هومره واکمني نه ده کړې. اسلام څه د پاسه دیارلس پېړۍ پر نړۍ حاکمیت کړی، خو په دې موده کې چې څومره پرمختګونه، کارونه، اسانتیاوې، کشفیات او تر څنګ يې بشریت څومره امن او ثبات درولود؛ نه تر دې وړاندې او نه يې وروسته ساری موندلی شو. دا ټول د یوه غوره سیاست پایله بللی شو. خو د کفر (کمونېزم او کپيټلېزم) په حاکمیت کې چې نړیوالو جګړو، سیاسي او اقتصادي ناورینونو او نورو په زرګونو ستونزو بشریت ته څومره ضربه ورکړې؛ دا هم بې سارې ده.
خو که د خلافت تر دردناک سقوط او د غرب تر دسیسو وروسته د مسلمانانو حالت ته ځير شو؛ له سیاسته سم تعبیر نه لري. همداراز کفار هم هڅه کوي، چې په مختلفو طریقو يې له سیاسته لرې وساتي. مسلمانانو ته هم خير؛ له سیاسته په لرېوالي کې نغښتی ښکاري. نو ځکه هېڅ علاقه نه ورسره لري او نه ورنژدې کېږي، په ځانګړې توګه روحانیون او علماء. مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله یو سیاستوال و او د مسلمانانو ټولې چارې يې رهبري کولې، تر ده وروسته خلفاء، صحابه او علماء خورا غوره سیاستوال وو. اوس مسلمانان هم له سیاسته هماغه د غرب تعبیر لري، چې له غیر مستقیمې لارې موخې ته رسېدل دي؛ خو له سیاسته د اسلام تعبیر په بشپړه توګه متفاوت دی. په اسلام کې د مسلمانانو د چارو سرپرستۍ ته سیاست ویل کېږي.
که اوسنیو ستونزو ته متوجه شوو، یوه لویه برخه يې په سیاست پورې تړلې او د مسلمانانو له ناسیاسیتوبه رازېږيدلې. که مسلمانان سیاسي وي، هېڅکله د کفارو د لاس اله نه شي کېدای او نه د خپلو موخو لپاره ګټه ترې اخیستی شي. خو غیر سیاسي مسلمانان په غير شعوري ډول د کفارو د موخو لپاره کار کوي او د کړنو محور يې د کفارو په ګټه څرخي. څومره زیان چې اسلام ته غیر سیاسي مسلمانان رسوي، حتی کفار د دومره زیان وس نه لري. د تاریخ په اوږدو کې د اسلام دښمنانو، غیر سیاسي مسلمانان او ډلې زیاتې د اسلام پر ضد کارولې دي او له دې لارې يې اسلام ته قوي ضربه ورکړې. ښه بېلګه يې د حضرت عثمان رضی الله عنه په خلافت کې خوارج وو، چې د مسلمانانو سپر او ذوالنورین مبارک يې په شهادت ورساوه او اوسمهال داعش؛ چې د اسلام پر خورا ستر ارزښت او ام الفرایض (خلافت) لوبې کوي او د مسلمانانو په اذهانو کې يې د دغې سترې فریضې په باب نفرت پيدا کړی.

عبد الباسط مدثر
له تغییر مجلې څخه


    د جالبیت  
|  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:2



   د نظر لیږد