د افغانستان د روڼتیا څار ادارې لخوا د یوې
تازه نظرپوښتنې، چې د افغانستان په ۳۴
ولایتونو کې ترسره شوې او نژدې ۸۰۰۰ کسانو پکې برخه اخیستې، پايلې يې ښيی چې افغانستان کې خلک هرکال درې میلیارد ډالره رشوت ورکوي. همدارنګه د اسیا بنسټ (ایشیا فونډېشن) په خپلې نوې سروې کې ویلي؛ له ۲۰۱۳ز کال
راوروسته په افغانستان کې د ناهیلیو لړۍ روانه ده او په ۲۰۱۶ کال کې یوازې نږدې ۳۰ سلنه خلکو ویلي چې هېواد يې پر سم لور روان دی.
تر ناامنۍ، بېکارۍ
او ناوړه اقتصاد وروسته، فساد هغه ستونزه ده چې افغانان ورڅخه سر ټکوي. رشوت په
افغانستان کې اوس په یوه داسې پدیده بدل شوی چې مامورین د اجباري عرف په توګه اخلي.
هر څوک چې په کومه اداره کې کار ولري، مجبور دی چې د خپلو عوايد يوه برخه مامورينو
ته د ورکړې لپاره جلا کړي. حتی د برېښنا، اوبو او ښاروالۍ د ماليې د ورکړې په وخت
کې هم يوه اندازه رشوت ورکول حتمي دي.
د فساد او رشوت
سره د مبارزې پر وړاندې زیاتې نمایشي ادارې جوړې شوې دي، مګر دغه ادارې خپله په
فساد کې غرقې دي چې په نتيجه کې فساد او رشوت نور هم زیات شوی. د فساد پر وړاندې
مبارزه ريښتينې نه ده او نه هم لوړ پوړي چارواکې غواړي چې فساد له منځه ولاړ شي،
ځکه چې د دوی د عوايدو منبع هم فساد دی.
استعمارګر غرب چې
کله د افغانستان پر مسلمانانو ډيموکراسي په زوره تحمیل کړه، ورسره د ناامنۍ،
بېکارۍ، فحشا او فساد دروازې هم خلاصې شوې، ورځ تر بلې فساد او فحشا زیاتيږي. پخپله
مفسد دولت هم د فساد له کنټرول څخه عاجز دی. فساد ځکه له منځه نه شي وړلای چې
نظام، د نظام عقیده او خپله نظام کې دخیل خلک مفسدين دي چې د فساد په له منځه تلو
کې يې تاوان دی.
فساد به تر هغه له
منځه ولاړ نه شي، تر څو د فساد جرړه (ډيموکراسي) له منځه ولاړه نه شي. ځکه،
ډيموکراسي ده چې ټولنې يې فاسدې کړې او خلکو ته د فساد زمینه برابروي. فساد د دغه
نظام په خټه کې نغښتی، حاکمان يې د فساد له لارې د واک ګډۍ ته رسي. نو څنګه شونې
ده چې په هغه هيواد کې فساد له منځه ولاړ شي، چېرې چې چارواکې د فساد له لارې قدرت
ته رسي، د نظام ساختار يې د فساد له مخې تنظيم شوی وي او عقيده يې هم فساد روا
بولي او خلک ورته هڅوي.
ليکنه:
جاويد سيرت