د تورخم شخړه، احساسات او تعقل
06/17/2016 | زمری افغان

    د جالبیت   |  

4.9

5/


ارزیاب کنندګان:8

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې وشوې چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته. نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې پاکستاني پوځیانو د دروزاې د جوړولو هڅه وکړه، خو افغان ځواکونو یې مخه ونیوله. له پرله پسې نښتو او وژنو وروسته اوس پاکستان دروازه جوړوي او له دې سره د څو مسلمانانو د وینې له تویولو وروسته کیسه ختمېدونکې ښکاري.
ډېورنډ د برېټانوي ښکېلاک له خوا د سلګونو هغو ټپونو په شان یو ټپ دی چې د اسلامي امت پر وجود پاتې دی. دا ټپ لا هم مسلمانان ځوروي، بېلوي او له ګڼو ستونزو سره یې مخ کوي. ډیورنډ لویه برخه مسلمانان، قومونه، خپلوان او ان کورنۍ په ظالمانه ډول یو له بل څخه بېلې کړي دي. سره له دې چې د برېټانوي ښکېلاک له دې کار څخه تر سلو کلونو ډېر وخت تیریږي، خو له دې امله چې په اسلامي امت کې حکومتونه او چارواکي د برېټانوي ښکېلاک پاتې شونو ته سجده کوي، نو دا ټپ لا ژور کیږي.
په ډیورنډ کرښه د پاکستان له اړخه هغه وخت تحرکات زیات شول چې افغانستان تر امریکايي یرغل لاندې راغی. د مسلمانانو د ځپلو په موخه د پاکستان او امریکا ترمنځ د شوو هوکړو پر اساس، د پاکستان پوځ په بې ساري ډول قبایل او نورې سیمې لاندې کړې او خپل ځان یې تر ډیورنډ کرښې را ورساوه. دا هغه څه وو چې له ۲۰۰۱ کال وړاندې یې تصور هم نه کیده. د پاکستان پوځ د امریکا د ګټو لپاره په قبایلي سیمو کې زرګونه مسلمانان ووژل او امریکا یې هم په بدل کې دوی پرېښودل چې تر ډیورنډ پورې ځان را ورسوي او ورو ورو دا کرښه د یو رسمي سرحد په توګه مطرح کړي. وروستي تحرکات هم د همدې هڅو یو برخه ده چې له شک پرته د امریکا د کړنو، هوکړو او اشغال یوه برخه ده. د برېټانوي ښکېلاک میراثخوره امریکا اوس همغه ټپونه تازه کوي چې برېټانوي ښکېلاک د اسلامي امت پر وجود جوړ کړي وو. ان پر دې هم بسنه نه کوي، بلکې د نوو ټپونو د جوړولو هڅې هم کوي، چې په ځینو سیمو کې بریالي شوي دي.
د تورخم شخړې ته په پاکستان او افغانستان دواړو کې ډیری غبرګونونه احساساتي او غیر عقلي وو. دوی په نشنلستي افکارو او احساساتو ددې ناروا جګړې اور ته لمن وهله، خو دا یې هېره کړې وه چې زموږ اصلي دښمن ددغو دسیسو تر شا دی. د افغانستان او پاکستان مسلمانانو ته په کار ده چې خپلمنځي دښمني پریږدي، ډیورنډ هېڅکله نه رسمي کرښه وه او نه به شي، بلکې د برېټانوي استعمار له خوا زموږ پر وجود یو خطرناک ټپ دی چې باید له منځه ولاړ شي. د ډیورنډ د رسمي کولو هڅې او په دې تړاو شخړې د امریکا غوښتنه ده چې د پاکستان او افغانستان مزدو چارواکي ورسره مرسته کوي. د کرښې دواړو غاړو ته یو وجود او یو امت دی، چې باید د ډیورنډ په شان په استعماري کرښو بېل نه شي. همدا د تعقل او زموږ د ارزښتونو حکم دی او باید همداسې غبرګون وښیو.


    د جالبیت  
|  

4.9

5/


ارزیاب کنندګان:8



   د نظر لیږد