د ننګرهار داعش، د کومې موخې لپاره؟
06/30/2016 | زمری افغان

    د جالبیت   |  

4.8

5/


ارزیاب کنندګان:3

په ننګرهار کې د داعش په نوم یوې ډلې یو ځل بیا وحشت کړی. خلک یې وژلي، ماشومان یې په چړو وهلي، مسلمانې ښځې یې له ځان سره وړي، د خلکو کورونه یې سوځولي او ګڼ نور جنایتونه یې کړي دي. ننګرهار کې خلک غبرګون ښيي او غوسه دي. حکومتي چارواکي وايي چې ځواب وايي او داعش به له بېخه وباسي. هره ورځ خبرونه دي چې لسګونه داعشیان ووژل شول، خو له هر خبر سره داعشیان نور هم زیاتیږي. د داعش په نوم دا وسله وال څوک دي او اصلي موخه یې څه ده؟
په ننګرهار کې هغه کسان چې اوس یې د داعش بېرغ پورته کړی، هغه وسله وال ډله ده چې امریکایانو ورته د افغانستان د ملي امنیت له لارې پیسې او وسلې ورکولې. په حکومت کې ځینو کسانو ویل چې دا وسله واله ډله پاکستاني ضد ډله ده او افغان دولت یې له همدې امله حمایه کوي. دا ډله په ننګرهار کې ښکاره ګرځېده، دولت ورته وسلې ورکولې، معاشونه یې ورکول او په ننګرهار کې یې ازاد تګ را تګ کاوه، خو ددې ټولو چارو پلان او مالي لګښت د امریکا له اړخه و. کلونه کلونه دا کسان وساتل شول، ونازول شول او امتیازات ورته ور کړل شول، خو نږدې یو کال وړاندې د دوی اصلي ماموریت پیل شو. یو کال وړاندې دوی ته وویل شول چې تور بیرغونه پورته کړي او ځان د داعش ډلې اړوند وګڼي. که څه هم داعش په سوریه او عراق کې هم پراخ وحشتونه کړي او د وحشت د یوې ډلې په نوم مشهور دی، خو په افغانستان کې دا ډله له هغو سره کوم تړاو نه لري. دواړه یو ګډ ټکی لري او هغه دا چې دواړه وحشت کوي. دوی د امریکا له غوښتنې سره سم تور بیرغونه پورته کړل او په وحشت یې پیل وکړ. د ماشومانو له ټوټه کولو نیولې د مسلمانو ښځو تر یرغمل کولو پورې دوی هر ډول جنایت ته لاس واچوه او همدا دوی ته ورکړل شوې دنده وه.
امریکا له دې لارې غواړي چې هم اسلام بندنام کړي او هم د خلافت کلمه او نظام مسخره او وحشي معرفي کړي. له همدې امله د داعش وحشیان وحشت کوي او امریکايي رسنۍ یې معکسوي. امریکا په دې ډول نه یوازې زموږ ارزښتونه خرابوي، بلکې په خلکو کې وېره او وحشت هم خپروي. د ننګرهار داعش د همدې لپاره د امریکا یوه پروژه ده چې قرباني یې د ننګرهار بې ګناه مسلمان وګړي دي.


    د جالبیت  
|  

4.8

5/


ارزیاب کنندګان:3



   د نظر لیږد