د دوی دنده نفرت خپرول دي
05/28/2016 | زمری افغان

    د جالبیت   |  

4.7

5/


ارزیاب کنندګان:3

په کابل کې له رسنیو د وحشت، نفرت او جګړې پیغامونه خپریږي. پر ټلویزون داسې وحشتناک تصویرونه خپریږي چې لیدل یې زړه بوږنوونکي دي. راډیو ګانې وسله والو مخالفینو ته سپک او لوېدلي کلمات کاروي. دا رسنیو عادي خپرونې نه، بلکې په اصطلاح سوداګریز اعلانونه دي. دا سوداګریز اعلانونه په افغانستان کې د پرتو امریکايي ځواکونو له خوا جوړیږي او بیا هغو رسنیو ته ورکول کیږي چې امریکایان یې د پیاوړي کولو هڅه کوي. امریکايي ځواکونه په دې اعلانونو سره له یوې خوا د جګړې، وژنې، وحشت او نفرت پیغامونه خپروي او له بل لوري خپلې مزدورې رسنۍ له اقتصادي اړخه پیاوړې کوي.
دا پیغامونه افغانانو ته له سره پردي دي او د اعلان له لیدو او یا اوریدو سره خلک پوهیږي چې دا پردي الفاظ، پردي فکرونه او پردي نظریات دي، ځکه چې افغانان او د هغوی ارزښتونه له دغه ډول الفاظو سره نه جوړیږي. امریکايي ځواکونه یوازې عملي وحشت نه کوي، بلکې په تبلیغاتي برخه کې یې هم دنده دا ده چې په خلکو کې وېره، وحشت او نفرت خپور کړي. ددغو اعلانونه موخه یوازې او یوازې دا ده چې په خلکو کې وحشت او نفرت زیات کړي. رسنۍ هم د څو پیسو لپاره له ټولو پولو تیریږي او ددې وحشت او نفرت په خپرولو کې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کوي.
امریکايي ځواکونه په دې پیغامونو سره غواړي یو افغان بل افغان ته وحشي او قاتل معرفي کړي. دوی غواړي یو مسلمان بل مسلمان ورور ته وحشي او قاتل معرفي کړي. دوی فکر کوي چې به دې ډول به د افغان مسلمانانو په منځ کې وحشت او نفرت زیات کړي، دوی به په خپلمنځي جګړه کې لا زیات بوخت کړي. امریکا غواړي چې یو مسلمان پر بل مسلمان د امریکايي پیغامونو پر بنسټ قضاوت وکړي او په دې ډول د دوی ترمنځ د نفرت دیوالونه ودروي او د یو ځای کېدو مخه یې ونیسي.
خو خلک درک کوي چې دا پیغامونه، په اصطلاح سوداګریز پیغامونه، دا خبرې، دا الفاظ او دا فکر هر څه پردي دي. خلک پوهیږي چې څوک یې وروڼه دي او څنګه به یې په اړه قضاوت کوي. د امریکايي ځواکونو له نفرت او وحشت ډک پیغامونه پر خپلو وروڼو زموږ د قضاوت او حکم معیار نه شي کیدلی. له همدې امله به دا پیغامونه د افغان مسلمانانو پر ذهن، فکر او قضاوت اغېز ونه کړي، بلکې لا به پوه شي چې زموږ د دښمنانو په زړونو کې څومره دسیسې دي او څومره هڅه کوي چې زموږ په منځ کې د بېلوالي دیوالونه ودروي.

    د جالبیت  
|  

4.7

5/


ارزیاب کنندګان:3



   د نظر لیږد