څو ورځې وړاندې په
ملګرو ملتونو کې د ملي وحدت حکومت سفیر له پاکستان څخه رسمي شکایت وکړ. داسې وښودل
شوه چې دا ګام د افغانستان د خوندي کولو په موخه کیږي، خو په افغانستان کې وحشت او
جګړه لا روان دي. په ملګرو ملتونو کې د ملي وحدت حکومت سفیر محمد صیقل د امنیت
شورا غونډې ته وویل چې پاکستان د افغانستان ځمکنی او هوايي حریم نقضوي او په
افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان له خوا نا اعلان شوې جګړه ده. پاکستاني لوري د
محمود صیقل خبرې رد کړې او ورته تورونه یې ولګول. امنیت شورا ته شکایت کولی چې د
افغانستان ستونزه حل کړي؟
روښانه ده چې په
افغانستان کې د وحشتونو تر شا د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاس دی. دوی د جګړې
له دواړو لورو سره مرسته کوي. امریکا د پاکستاني پوځ او استخبارتو په مرسته پر
افغانستان برید وکړ. پاکستاني واکمنو خپله ځمکه او هوا امریکايي ځواکونو ته ورکړه
چې په افغان مسلمان ولس بریدونه وکړي. همداسې پر ځمکه یې ورسره مرسته وکړه، ځمکني
معلومات یې له امریکا سره شریک کړل چې پر مټ یې امریکا ډېر مسلمانان ووژل. دا
همکاري لا هم دوام لري. پاکستان یوازې دا ونه کړل، بلکې د جګړې بل لور ته یې هم
مرسته وکړه. په افغانستان کې د هغو بریدونو تر شا چې په عامه ځایونو کې وشول، تر
ډېره د پاکستاني پوځ او استخباراتو لاس و او دی. د پاکستان پوځ او استخباراتو د
سلګونو زرو افغانانو په وژلو کې مرسته کړې ده. د پاکستاني پوځ او استخباراتو دې
لوبې دا زمینه هم برابره کړه چې اوس په پاکستان کې هم دغه ډول بریدونه وشي او بې
ګناه مسلمانان یې قربانیان وي. له همدې امله پاکستانی پوځ او استخبارات د هغه څه
مسوول دي چې په افغانستان او پاکستان کې
تیریږي او بې ګناه وګړي پکې وژل کیږي. پاکستان له امریکا سره د یوه کرايي قاتل په
توګه مرسته وکړه او هر ځای یې ورته مسلمانان ووژل.
اوس چې د ملي وحدت
حکومت په ملګرو ملتونو کې له پاکستان څخه شکایت کوي، دا د افغانستان له امن او
ثبات سره هېڅ مرسته نه کوي. څنګه چې پاکستاني چارواکي د امریکا غلامان دي، دغسې د
ملي وحدت حکومت چارواکي هم د امریکا غلامان دي. په افغانستان کې جګړه د غرب،
امریکا او په ټوله کې د امریکا تر سیوري لاندې د ملګرو ملتونو له خوا پیل شوې ده.
پاکستاني او افغان چارواکي وروسره د مزدورانو په توګه مرسته کوي. هغوی چې موږ
وژني، دلته یې جګړه او وحشت راوړي، په هېڅ ډول له امن او ثبات سره مرسته نه شي
کولی. موږ باید د امن او ثبات لپاره پر خپلو ارزښتونو تکیه وکړو، نه پر هغو چې دلته
د هر وحشت او جنایت تر شا دي.
لیکوال: زمری افغان