حکمتیار د څه لپاره سوله کوي؟
09/26/2016 | انجنیر احرار

    د جالبیت   |  

4.6

5/


ارزیاب کنندګان:13


پخوانی جهادي رهبر ګلبدین له افغان ډیموکراتیک دولت سره د سولې تړون په داسې حال کې لاسلیکوي چې افغانستان همغسې اشغال دی او د افغان دولت ټول واکونه د امریکا د سفارت په لاس کې دي او هره پالیسي ورته همدا سفارت او د امریکا د دولت استازي ترسیموي. همدارنګه د اسلامي نظام دعوه کوونکی ګلبدین په داسې حال کې له افغانستان ډیموکراتیک دولت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیکوي چې حاکم نظام د الله سبحانه و تعالی د قوانینو پر بنسټ نه، بلکې د اورپایي هېوادونو څخه د تقلید شوي قانون پر بنسټ پرېکړې کوي او محاکم هم د الله سبحانه و تعالی د قانون پر ځای د وضعي قانون پر بنسټ فیصلې کوي.
سربېره پردې هغه هوکړه لیک چې ګلبدین یې له دولت سره لاسلیکوي داسې کومه ماده هم پکې نه لیدل کېږي چې په جمهوري دولت یې شرط اېښی وي چې لږ تر لږه اوسني کفري قوانین او فاسد نظام به په اسلام اوړي. د حاکم نظام په بڼه کې به بدلون راځي، محکمې به اسلامي قوانین پلي کوي، حاکم اخلاقي فساد او د ښځو او نارینه و ترمنځ به شته اختلاط نه وي، د غرب او د غرب فاسدې ډیموکراسۍ ته تبلیغ کوونکې رسنۍ به دا مزخرفات نه خپروي.
لږ تر لږه د امریکایانو پوځي شتون ته چې د اسلامي قوانینو پر بنسټ د یوې شیبې لپاره هم نشي کولی په اسلامي خاوره کې شتون ولري بیا د بادار په توګه خو یې شتون د مسلمانانو لپاره لوی جرم دی هېڅ هم ونه وایي بلکې په ذلیلانه توګه یې توجیه کړي. حتا دومره یې هم نه دي ویلي چې نور به امریکایان په خلکو او ولسونو بمبارد نه کوي.
که دا هوکړه لیک مطالعه شي، نو داسې کوم شی نشو پکې پیدا کولی چې په هغه کې د اسلام او یا د اسلام د کوم حکم که څه هم اسلام باید ټول پلی شي تطبیق شي او ټولو مسلمانانو د خوندیتوب لپاره کومه اشاره شوې وي. یوازې یو شی په ټولو مادو کې جوتېږي چې هغه ذلت او یوازې د ځان او خپلې ډلې لپاره امتیازات دي.
ګلبدین په خپلو ټولو بیانیو کې څرګندوله چې ګواکي کله به هم د ګوډاګي نظام سره یوځای نشم او تر هغه به جګړه کوم، څو ټول اشغالګر وشړم او الهي نظام حاکم کړم. اوس نه پوهېږو چې حاکم نظام اسلامي شوی؟ خاوره مو خپلواکه شوې؟ اشغالګر شړل شوي او وتلي دي؟ او که ګلبدین په خپلو خبرو پښېمانه شوی او یا د کومې لوبې ښکار شوی دی؟!

    د جالبیت  
|  

4.6

5/


ارزیاب کنندګان:13



   د نظر لیږد