زیاتره اسلامي جهادي خوځښتونه د بشپړې او سمې
اسلامي تګلارې د نه درلودلو له کبله د مبارزې په اوږدو کې د داسې تېروتنو مرتکب
ګرځيدلي چې نه یوازې بریالي شوي نه دي، بلکې د مبارزې مېوه یې هم نورو ترې وړي او
د امت د کړاو او درد د لا زیاتېدو لامل ګرځېدلي دي. د روسي یرغل پر وړاندې جهادي
ډلو له هر ډول کافرو دولتونو څخه مرستې واخیستې او پرته له دې چې شرعي حکم، سیاسي
اړخ او د مرستو موخې یې وپيژني ښه راغلاست يې ورته ووایاست. دې مرستو دغو دولتونو
ته زمینه مساعده کړه چې په جهادي ډلو کې نفوذ وکړي او د خپلې خوښې مسیر ته یې
برابر کړي.
دا ځل طالبان دا تېروتنه کوي او غواړي چې د
خپلو جګړه ییزو سنګرونو د ګرم ساتلو لپاره له روسیې مرسته واخلي. په داسې حال کې
چې د طالبانو د واکمنۍ بر مهال روسیه د طالبانو سر سخته دوښمنه وه او د ځپلو په
موخه یې د طالبانو د امارت د مخالیفینو سره هر ډول مرستې کولې. مګر اوس روسیه
طالبان د خپل ستراتيژیک شریک په توګه بولي او د داعش د ځپلو لپاره ور سره په ډاګه
مرسته کوي. هغه څرګندونې چې روسي مقاماتو لکه په افغانستان کې د روسیې سفیر او
ضمیر کابلوف کړې او وایي چې داعش زموږ او طالبانو ګډ دوښمن دی او په دې اړه زموږ
او طالبانو ستراتیژي یوه ده، نو ځکه موږ له طالبانو سره مرسته کوو او طالبان باید
د یوه سیاسي خوځښت په توګه وپيژندل شي. د روسانو پر وړاندې د افغان مجاهدینو په
وخت کې امریکا هم ورته خبره کوله چې کمونیزم او روسي یرغل د امریکا او اورپا ګډ
دوښمن دی او په همدې بنسټ یې له افغان مجاهدینو سره زیاتې مرستې کولې.
که
رښتیا هم طالبان له روسیې سره د مرستې اخیستنې اړیکې ولري، نو دا به د طالبانو
سیاسي اشتباه وي، ځکه یو خو اسلام شریعت دا جواز نه ورکوي چې مسلمانان دې د یوې
داسې استخبارتي او مبهمې جګړې لپاره له کافرو دولتونو مرسته واخلي، که څه هم دوی
یې له ځينو نصوصو او سیرت څخه دا مرستې توجیه کوي. له بل اړخه که داسې وشي نو افغانستان
به دامریکا او روسیې د نیابتي جګړې ډګر وګرځي او پایله به یې یوازې د افغانستان د
مسلمانانو وژل، ځورول او تباه کېدل وي. دا به داسې جګړه وي چې د بري لوری به پکې
ښکاره نه وي، دواړه غاړې به په اصل کې د پردیو د ګټو د تامین لپاره یو له بل سره
جګړه کوي او دریږي به هم هغه وخت چې کله همدا د مسلمانانو دوښمن ځواکونو امریکا او
روسیه له یو بل سره معامله وکړي او یا هم په دې جګړه کې خپل نیابتي اړخ له پښو
وغورځوي.