غرب په رښتیا
هم په خپل مکر او فرېب کې د بریالي کېدو په حال کې دی او د افغانستان او پاکستان
مسلمان ولسونه یې په هغه مسیر روان کړي چې دوی یې غواړي او هغه دا چې د پاکستان او
افغانستان د مسلمانانو ترمنځ نفرت، کرکه، دوښمني او وژنې وي، په داسې حال کې چې په
خپل منځ کې یې د دوښمنۍ پر ځای یو بل ته د اسلامي ورورولۍ لاس ورکړئ وئ او د غربي
ښکېلاک ریښې یې په سیمه کې وچې کړې وئ.
د ملي
دولتونو تر جوړښت وروسته د اسلامي خاورو مسلمانان یو بل پردي وبلل او ملي هویت او
هویت پاڼو مسلمانان یو له بل بېل او مصالح یې سره په ټکر کې کړل. غرب د مسلمانانو
ترمنځ د مصالحو له ټکر څخه خوارا زیاته استفاده وکړه او د مسلمانانو ترمنځ یې اسلامي ورورولي او غمخوري له منځه
یووړه. غرب په دې هم بسنه ونه کړه؛ په اسلامي خاورو کې یې د خپلو چارواکو په وسیله
د دوو جغرافیوي سیمو مسلمانانو ترمنځ دوښمني دومره ستره کړه چې یو بل یې سره ووژل.
کلونه کېدل
چې د پاکستان او افغانستان مسلمانانو یو له بل سره په اسلامي مینه او ورورولۍ سره
ژوند کاوه د نورو اسلامي خاورو برخلاف د دواړو هېوادونو اوسېدونکي پرته له ویزې او
پاستورته تګ راتګ کاوه او حتا د روسانو د یرغل پر مهال د پاکستان مسلمانانو، افغان
کډوالو ته په خپلو کلیو او کورنو کې ځایونه ورکړل. مګر تر ۲۰۰۱ کال را وروسته چې
کله سیمې ته امریکایي ښکېلاک راغی، دا فضا ورو- ورو بدله او اوس د دوښمنۍ او جنګ
جګړو تر پولې رسېدلې ده.
د دواړو
اسلامي خاورو ترمنځ د دوښمنۍ او جګړو فضا ته په لوی لاس امریکایي ښکېلاکګر او په
داوړو غاړو کې د دوی لاسپوڅي واکمنان د بمي بریدونه او چاودونو له لارې لاره هواروي.
د داوړو اسلامي خاورو په ښارونو او ګڼ
مېشتو سیمو کې بریدونه کوي او د سلګونو مسلمانانو د وژنو لامل ګرځي. له پېښو
وروسته د بریدونو پړه یو پر بل اچوي او په دې سره په عامه ذهنیت کې کرکه او دوښمني
ایجادېږي. د دواړو مسلمانو ولسونو ترمنځ د کرکې او نفرت فضا تر بل هر وخت اوس اوج
ته رسېدلې ده او د ښکېلاک په موجودیت کې شونې ده دا کرکه او نفرت نور هم لوړ شي.
وروستۍ غمجنې
پېښې په لوی او مکارانه لاس په دې موخه تر سره کېږي چې د دا دواړه مسلمان ولسونه
کله هم سره یو ځای نشي، ځکه په یو ځای کېدو سره یې انرژي یووالی پیدا کوي او د
مسلمانانو یوځای کېدل د غرب د ګټو پر وړاندې د خطر زنګ دی.
په تول پوره
خبره خو دا ده چې په داړو اسلامي خاورو کې مېشت مسلمانان لستوڼي بډ وهي؛ د ښکېلاک د دې هیلې د پوره
کولو پر وړاندې ودرېږي؛ واک د ښکېلاک له مامورینو واخلي او د دواړو اسلامي خاورو د
یوځای کولو لپاره کار وکړي.
لیکنه: انجنیر احرار