جګړو ځپلی افغانستان او د ټرامپ وحشیانه پالیسۍ!
06/04/2017 | انجنیر احرار

    د جالبیت   |  

0.0

5/


ارزیاب کنندګان:0

افغان مسلمانان کابو اولس کاله کېږي چې د پانګوالې ډیموکراسۍ د تحکیم او د دولت او امریکایانو د مخالفنیو د له منځه وړلو تر سرلیک لاندې د امریکایي غوبل په پښو کې رغړي. اولس کاله کېږي چې له یوې خوا امریکایانو افغانانو ته د هر نوي کال په اړه د جګړو او ناوړه حالت پیغامونه ورکوي او له بل خوا یې په افغان حکومت کې لاسپوڅو چارواکو بیا افغانانو ته له کاذبانه هیلو څخه ډک دسولې او بیا رغاونې وړاندوینه کړې ده او افغانان یې په همدغه پاراډوکس کې له راتلونکي څخه په وېره او په حاکم وضعیت په اړه له مجبوریته خوښ ساتلي دي.
تېر کال افغان ولسمشر اشرف غنی خلکو ته د لسګونو دروغجنو نورو هيلو ترڅنګ وویل چې دا کال يې د جګړې او راتلونکی یعنې سږنی کال یې د سولې، ټیکاو او بیا رغاونې دی. مګر سږ کال د جګړې او وحشت اصلي بازي کوونکي امریکا په ډاګه وویل چې ۲۰۱۷ کال به په افغانستان کې د جګړې سخت او ستونزمن کال وي.
په داسې حال کې چې تر اوسه تر درېیو لکو زیات افغانان په دې جګړه کې وژل شوي دي، اوس یو ځل بیا د داعش د ځپلو په پلمه د ټرامپ په مېز یوه بله داسې طرحه پرته ده چې دلته به یې پر بنسټ د امریکایي وحشتونو لړۍ بیا راتازه کېږي او هغه افغانستان ته د زرګونو نورو امریکایي سرتېرو را استول دي. دا ځل امریکا د یوه بل کاذب دښمن په پلمه  دا کار کوي هغه کاذب دښمن چې د جوړولو، مدیریت کولو، رهبري کولو او تجهیزولو تورونه یې په امریکا باندې لګېږي. امریکا د خپلو سرتېرو د را استولو په موخه د عامه ذهنیت د جوړولو لپاره څه وخت مخکې په خپل دې کاذب دښمن یعنې داعش باندې د ټولو بمونو مور- بم وکاراوه، څو په نړۍ او افغانستان کې عامه ذهنیت ته دا وښيي چې په افغانستان کې داعش خورا ځواکمن دی او له بل خوا په اصطلاح د امریکا لپاره خطر دی، نو باید پر وړاندې یې هم سخته جګړه وشي. له بلې خوا وسله وال طالبان هم  د افغانستان تقریبا په نیمایي جغرافیه باندې حاکمیت کوي او د یوه محسوس جګړه ییز ځواک په توګه یې ظهور کړی دی او  د طالب وسله والو دې واقعیت هم افغان دولت ته زیات چلنیجونه رامنځته کړي او هم یې د داعش د پرمختګ او فعالیت مخه ډپ کړې ده، نو دې ټولو واقعیتونو ته په کتو سره سږ او راتلونکي کالونو د افغانانو لپاره تیاره، وحشتناک او له کړاوونو ډک کالونو ښکاري او د دې ټولو بدبختیو مور امریکا ده، تر څو چې په افغانستان او سیمه باندې امریکا حاکمیت کوي، نو نه به افغانان او نه هم د سیمې خلک په ځانګړې توګه مسلمانان د سوکالۍ او ارامۍ لمر ونه ویني.

منبع: ماهنامه تغییر شماره یازدهم


    د جالبیت  
|  

0.0

5/


ارزیاب کنندګان:0



   د نظر لیږد