ټرامپ او د اسلامي خاورو بې خاصیته واکمنان
04/12/2017 | انجنیر احرار

    د جالبیت   |  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:1

غرب له موږ یعنې اسلامي خاورو سره په سلګونه کاله کېږي دوښمني پالي. دوی ځکه له موږ سره دوښمني کوي چې موږ پر اسلامي ایدیولوژۍ باور لرو او دا ایدیولوږي د غربي نظام – ډیموکراسۍ سره سخت مخالفت لري. په وروستیو کلونو کې اسلامي بیداري خورا ځواکمنه شوې ده. پر همدې بنا غرب موږ وژني، زموږ خاورې اشغالوي څو مو اړ کړي چې دا ایدلوژي پرېږدو او بشري نظام، ډیموکراسي ومنو او په دې سره موږ هم د دوی غوندې شو.
په وروستیو وختونو کې په امریکا کې د ټرامپ په واکمنېدو سره د مسلمانانو پر وړاندې سخت غبرګونونه راپورته شوي دي؛ د امریکا ولسمشر ټرامپ پرېکړه کړې چې نور د هغو هېوادونو وګړي چې همدوی یې خاورې ورته اشغال کړې، ناامنۍ او وژنې یې د دوی کورنو ته ور وړې دي، امریکا ته ورنشي.
امریکا زموږ سره یوازې او یوازې دوښمني کوي حتا دومره کرکه له موږ څخه کوي چې امریکا ته مو له سفر کولو څخه هم منع کوي، په ورته وخت کې د امریکا لوی اقتصادي څرخ د همدغه مسلمانانو د خاورو د انرژۍ په زور چلېږي، د دوی همدغه جګړه ییز جهاز د همدغه مسلمانانو د خاورو د نفتو او ګازو په وسیله په خوځښټ راغلی دی او په همغه الوتکو مو بمباردوي چې زموږ د خاورو  د نفتو په وسیله پرواز کوي. امریکا مو خاورې یو پر بل پسې اشغالوي او حتا مشران یې مسلمانانو ته کنځلې هم کوي؛ مګر له دې ټولو سره سره د اسلامي خاورو بې خاصیته مشران دومره سپک دي چې د نړیوال عرف پر بنسټ باندې هم د امریکا پر وړاندې نشي درېدلی او ورته غبرګون نشي ښوودلی. د نړیوال عرف پر بنسټ که یو هېواد د بل هېواد وګړي خپل هېواد ته نه پرېږدي؛ مقابل هېواد هم حق لري چې د هغه هېواد اوسېدونکو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي. مګر د اسلامي خاورو واکمنان داسې کوم غبرګون نشي څرګندولی، ځکه مشروعیت یې له امریکا دی او که داسې وکړي امریکا یې له واکه لرې کوي. مګر زیاتره امریکايي وګړي اسلامي خاورو ته پرته له ویزې او پرته له کومې حقوقي پروسې او له ټولو نړیوالو عرفونو برخلاف، پرته له اجازې هر وخت چې وغواړي تګ راتګ کوي.
د اسلامي خاورو واکمنان دومره ذلیل دي چې د امریکايي واکمنانو پر وړاندې ورته خبره هم نشي څرګندولی. دا خو پرېږده چې د دوی د اقدام پر وړاندې د دوی سفیران وشړي او امریکایان اسلامي خاورو ته له ننوتلو څخه منع کړي. مګر که مو اسلامي واکمنان درلودی، دوی به هغه تاریخ یو ځل بیا خامخا راژوندۍ کړی وی چې د مسلمان د ابرو او عزت د ساتنې لپاره یې ټول اسلامي پوځ په تیارسۍ ولاړ و. 

لیکنه: انجنیر احرار


    د جالبیت  
|  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:1



   د نظر لیږد