۲۰ ملیونه خلک، د مرګ او ژوند پر پوله
04/24/2017 | خالد څرګند

    د جالبیت   |  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:1

د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتو سازمان استازی استیون اوبراین د جمعې په ورځ( ۲۰/۱۲/۱۳۹۵) د دې سازمان د امنیت شورا غونډې ته و ویل چې، که د لوږې او قحطۍ له کبله هغه بشري ناورین ته رسیدګي و نه شي چې د پنځه هیوادو - یمن، سومالیا، نیجریه، کینیا او جنوبي سوډان  خلک یې د لوږې له مرګوني ګوښ سره مخ کړي؛ ډير ژر به کابو ۲۰ ملیونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي. (الجزیره/۲۰۱۷/۳/۱۲)
 لوږه او قحطي په داسې حال کې له دغو هیوادو څخه غیږ تاوه وي چې نړۍ د پرمختګ او تکنالوژۍ وروستیو لوړو ته رسیدلې او د نړۍ پانګه او شتمنۍ تر بل هر وخت په بیساري ډول انبار شوې. خو اصلي پوښتنه دا ده چې ولې په دومره ستره کچه لوږه او فقر دغه ولسونه ځپي؟ آیا د ځمکې په مخ د ژوند اړین توکي کم دي؟ که دا د ځمکې په مخ  واکمن نظامونه او چارواکي  دي چې بشر یې له داسې بد بختیو سره مخ کړی؟
ستر څښتن تعالی ځمکه او د هغې په مخ شته ژوي داسې پيدا کړي چې د دوی رزق او روزي یې ورته برابره کړې او هغه ورته کفایت لا څه، چې زیاتی هم کوي. په دې اړه ډیر نصوص شته چې الله سبحانه و تعالی د ټول حیه مخلوق رزق او روزي په ځان فرض کړې او هغه ته به روزي ور رسوي.

وَكَأَيِّن مِّن دَابَّةٍ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
[عنکبوت، ۶۰]
ډیری خوزیدونکي دي چې( د ځمکې په مخ له تاسو سره ژوند کوي، خو د ضعف او ناتاونۍ له مخې) نه شي کولی چې خپله روزي پورته کړي(  خپل استوګن ځای یا خوړن ځي ته یې انتقال کړي). الله سبحانه و تعالی د هغوی او ستاسو  ټولو روزي رسان دی. او الله ستر اوریدونکی او عالم دی.(ستاسو او د نورو ټولو مخلوقاتو د دعا غږ اوري، د ټولو له حال او احوال څخه خبر دی او د هیچا د رزق او روزي برخه نه هیروي).

خو دا د ځمکې په مخ حاکم ښکیلاکګر او استثمارګر نظامونه او چارواکي يې دي چې د نړۍ د کمزورو او بې وزله ولسونو پانګه او شتمني غلا کوي او دوی یې له داسې ناورین سره مخ کړي دي. دا د غرب پانګوال نظام او سیاسي واکمني ده چې بشر یې له داسې حالت سره مخ کړی، کنه همدا په قحطی کې راګیر هیوادونه او نور  سیمه ییز شتمن دولتونه کولی شي چې د دغو خلکو ستونزې ته رسیدګي وکړي؛ خو کپیټلیستي نظام او د ژوند لید لوري یې، د بشر ترمنځ خواخوږي او د مرستي حقیقي روحیه او مفهوم له منځه وړی او هر څوک لکه د ځنګله چارپایانو په څیر د ځان په غم کې دی. که یوازې د خلیجي هیوادو د تفریح لپاره ځانګړې شوې پیسې په دغه قحطي ځپلو هیوادو و ویشل شي، نو د راتلونکو څو کلو لپاره ورته بسنه کوي.
د امنیت شورا غونډې ته اوبراین و ویل چې، یوازې په یمن کې ۷ ملیونه خلک له داسې لوږې سره مخ دي چې کله د یوه وخت خواړه پیدا کړي، نو بیا دې بل وخت خوړو ته اریان وي چې هغه به له کومه ځای او د چا له خوا ورکول کیږي. دې ته ورته یونیسف سازمان ویلي چې که د ملګرو ملتو سازمان او غړي هیوادونه یې د دغه ناورین د حل په موخه چټک ګامونه پورته نه کړي، نو په نږدې راتلونکې که به ۱،۴ ملیونه ماشومان له لوږې ومري.
په یمن، سوډان، سومالیا، کینیا او نیجریه کې د لوږې او قحطۍ ناورین هغه وخت په واقعي معنا له منځه تلای شي چې په دغه هیوادو کې پانګوالۍ وینه ځبیښونکی نظام او حاکمیت ته د پای ټکی کیښودل شي او په ځای یې د اسلام سیاسي او اقتصادي نظام حاکم شي، دا ځکه چې اسلامي نظام د بشر تر منځ د لوټ او استثمار روحیه او مفکوره له منځه وړي، او په ځای یې د مرستې او همکارۍ په روحیه ولاړ نظام ترویج کوي چې هیڅ کله به هم بشر له داسې حالت سره مخ نه شي. په تاریخي لحاظ یې د عمر بن عبدالعزیز دورې ته ایشاره کولی شو چې اغنیاو د خپلو صدقاتو لپاره فقیران نه  پیدا کول، نو خپل صدقات به یې په دښتو او صحراو کې مرغانو ته شیندل. اوس د دې وخت را رسیدلی چې د اسلامي نړۍ شتمن هیوادونه په قحطۍ او لوږه کې د راګیر شوو خوندو او وروڼو مرستې ته ور ودانګي او د دایمې حل لپاره یې د اسلام سیاسي- اقتصادي نظام حاکم کاندي تر څو بیا دغه غمیزه تکرار نه شي.

لیکوال: خالد څرګند


    د جالبیت  
|  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:1



   د نظر لیږد