ایا امریکا له شمالي کوریا سره د اټومي جګړې هوډ لري؟
06/04/2017 | خالد څرګند

    د جالبیت   |  

0.0

5/


ارزیاب کنندګان:0

په امریکا کې د ډونالد ټرمپ  قدرت ته له رسیدو سره سم، د امریکا او شمالي کوریا  لانجې هغه وخت زور واخیست چې شمالي کوریا د اټومي توغندیو په ازموینه لاس پورې کړ. د دې ارموینې په پایله کې امریکا یو زیات شمیر جنګي بیړۍ سیمې ته واستولې چې پکې الوتکې وړونکې بیړۍ هم شاملې وې؛ اېخوا د دې کړنې په ځواب کې شمالي کوریا ګواښ وکړ چې د هر ډول هڅوونکې کړنې ځواب به په اټومي توغندیو ورکړي (بی بی سی، اپریل ۱۷مه ۲۰۱۷).
 اوس پوښتنه داده چې د دې ډول ناندریو تر شاه څه دي؟ او ایا دغه ناندرۍ به د دواړو هوادو ترمنځ د اټومي جګړې تر پولې ورسیږي؟
د شمالي کوریا کوچنۍ جغرافیه (کابو ۱۲۰ زره کیلو متره) ، کمونستي رژيم او شنډ شوي اقتصاد ته په کتو سره دا جوتیږي چې شمالي کوریا د امریکا لپاره د یو ستر دښمن په توګه نه شي جوړیدلی او نه هم د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوال نظم ته ګواښ دی. بلکې اصلي مسئله چین دی، امریکا غواړي چې د چین په پولو کې تل کړکیچ جاري وساتي او هغه د امریکا په لاس جوړ شوو دیوالو کې کلابند کړي.
دا ځکه چې امریکا د چین له مخ پر ودې اقتصاد، نظامي وړتیا، ستر نفوس او سیمه ییزې برلاسۍ څخه سخت په ویره کې ده او په همدې موخه ورته ستونزې جوړوي. له یوې خوا یې له هند سره مرزې لانجه، له بل خوا یې چین له جاپان، مالیزیا، فلیپین او ویتنام سره د جنوبي چین په سمندرګي کې د مصنوعي جزیرو د جوړولو له امله په لانجو سره اخته کړی دی او غواړي چې نړۍ ته د چین د سوداګرۍ لار هم بنده کړي.
امریکا یوازې په پورته اقداماتو بسنه نه ده کړې، په ۲۰۱۲ز کال کې ۶۰٪ سمندریز پوځ   لرې ختیځ ته واسته وه او همدا اوس د چین ګرد چاپيره یې ۲۵۰ زره پوځ ځای په ځای کړی چې یوازې په جنوبي کوریا کې ۲۸ زره پوځیان لري. په دومره ستره کچه د پوځیانو او وسلو ځای په ځای کول هغه څه دي چې امریکا یې د چین د محدود ساتلو په هدف تر سره کوي، نه د کوچنۍ شمالي کوریا.
همدارنګه د لاندې د لایلو او شواهدو له مخې ویلی شو چې امریکا له شمالي کوریا سره د جګړې هوډ نه لري او نه غواړي چې له شمالي کوریا سره په نظامي جګړه  کې ښکیل شي:
۱- د شمالي کوریا بالستیک توغندیو ازمویل؛ کله چې امریکا په شمالي کوریا د برید ګواښ وکړ او د بهرنیو چارو وزیر رکس تیلر سن و ویل: "زموږ د صبر پیمانه ډکه شوې ده او هر څه د میز په سر ایښي دي"، (رویترز ۱۷ اپریل ۲۰۱۷ ز). نو په ځواب کې شمالي کوریا بالستیک توغندي و ازمایل او وې ویل چې دا توغندي د امریکا خاوره په نښه کولی شي.
۲- شمالي کوریا د لویو وچو ویشتونکو توغندیو ادعا وکړه او وې ویل چې کولی شي امریکایې اهداف په سیمه او حتی په خپله امریکایې خاوره کې په نښه کړي.
۳- بله اساسي خبره دا ده چې لا تر اوسه په جنوبي کوریا کې د THAAD  دفاعي سیستم نصب شوی نه دی. نو پورته مسایلو امریکا د شمالي کوریا د نظامي وړتیا په اړه په شک کې واچوله او امریکا داسې جګړې ته زړه نه ښه کوي چې ډيره زیان منه شي او یا دا چې خپله خاوره یې تر تهدید لاندې وي.
خو امریکا غواړي چې په چین فشار راوړي تر څو شمالي کوریا و هڅوي چې له خپل اټومي پروګرام څخه لاس په سر شي او چین د شمالي کوریا له ملاتړه لاس واخلي.  که چین دا کار وکړي، نو ورته به ستره شرمندګي او تاریخي ماتې وي.
خو امریکا بله لار هم لري؛ هغه روسیه ده. امریکا د چین تر څنګ، هڅه کوي چې د کوریا په مسله کې روسیه هم له ځان سره ملګرې کړي او په دې یې قانع کړي چې د شمالي کوریا په کړکیچ کې له امریکایې دریځ څخه ملاتړ وکړي؛ که چېرته امریکا په دې کار برلاسې شي، نو هغه وخت په ډیر احتمال چې د چین پروا هم نه لري او د روسيې ستر پوځ به د شمالي کوریا به ضد و کاروي. خو دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې روسیه به دا حماقت وکړي او کنه؟
اما، وضعیت ډیر نازک دی،  هره شیبه د دې شونتیا شته ده چې د لږ غفلت او بې پروایی له وجې؛ د جګړې توکي اور واخلي او دغه بې ثباته نړۍ له یو بل بشري ناورین سره مخ کړي. دا د امریکا او شمالي کوریا په روان کړکیچ پروت واقعیت دی، او هغه څخه دي چې د پردې تر شا یې امریکایې لوری د لاسته راړلو نیت لري. خو چین هم دا پوره درک کوي چې د لوبې اصلي هدف شمالي کوریا نه، بلکې خپله چین دی، نو په همدې خاطر د کړکیچ سوله ییز حل غواړي او د امریکا د هر نظامي اقدام ضد دریځ غوره کوي.
له بده مرغه؛ چې اوسنۍ نړۍ د انسان په جامو کې د ژویو له خوا اداره کیږي، چې د خپلو ګټو لپاره د سلګونو زره انسانو ژوند ورته هیڅ ارزښت نه لري؛ خو هغه وخت به بشریت د یو سوکاله او ډاډمن ژوند څښتن شي، چې سیمه او نړۍ د اسماني قانون او په هغه باندې د مومِنو انسانانو له خوا اداره او رهبري شي.

منبع: ماهنامه تغییر شماره یازدهم


    د جالبیت  
|  

0.0

5/


ارزیاب کنندګان:0



   د نظر لیږد