د موضوعاتو بحث


سیف الله مستنیر

سيف الله مستنير د اسلام، نړيوالو اړيکو او ژورناليزم په برخه کې اکاډميکې او خصوصي لوړې زده کړې کړې دي، چې  له ۲۰۰۲م کال څخه تر۲۰۰۸ ميلادي کال پورې يې د افغانستان په بېلابېلو خصوصي او دولتي بنسټونو او ادارو کې د ليکوال، ژورناليست او مطبوعاتي کار پوه په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي له عربي ژبې څخه د اسلام د سياسي نظام او په ټولنه کې د بنسټيز راشده بدلون راوستلو او د اسلامي امت د اړوندو چارو په اړه ګڼ کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي دي.
سيف الله مستنیر له ۲۰۰۹م کال څخه تر ننه د حزب التحریر ولایه افغانستان رسمي وياند او د مطبوعاتي دفتر د رییس په توګه دنده ترسره کوي. د اسلامي امت د بېلابېلو چارو په اړه يې نړيوالو کنفرانسونو ته ځانګړې ويناوې کړې دي او له يو شمېر رسنيو سره يې ځانګړې مرکې هم خپرې شوې دي. همداراز يې د اسلامي امت د نهضت په موخه ګڼې فکري او سياسي مقالې په پښتو، دری، عربي او انګليسي ژبو ليکلې دي او دې ته ورته د اسلامي امت په ځانګړي ډول د افغانستان پر روانو چارو باندې هره اونۍ ځانګړې ليکنې او تبصرې لري، چې د اسلامي عقيدې له ليدلوري څخه سرچينه اخلي.

 د مقالو په اړه نظر او تبصرې:  د کتونکو کچه: 0٪  
موضوع ګانی