ښکېلاک وحشت خپروي!
01/31/2018 | نور

    جالبیت مقاله   |  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:3

مصطفی ځلاند

په افغانستان کې وحشت او ترور هره ورځ د لسګونو او سلګونو خلکو ژوند اخلي. مرګ ژوبلې دومره ډېرې شوي چې خلک د جنازې او فاتحې له مراسمو ستړي شوي. د شهيدانو ارواح ته دعا او د ټيپانو د عاجلې شفا غوښتنې بيخي معمول او تکراري الفاظ ګرځيدلي. ليکوالان او ژورنالستان د روانو وحشتونو په اړه له ليکنو څخه زړه تنګي شوي. هديرو د مړو د ځايولو توان له لاسه ورکړی او روغتونونه هم د ټپيانو له ډېروالي دومره تنګ شوي چې د ټپيانو کتارونه د روغتونونو تر دروازو رسېدلي وي او له انګړه هم د بسترونو کار اخيستل کيږي. واټونه، ځمکې او ديوالونه په وينو رنګ شوي او نږدې هر ځای د مړو او ټپيانو د جسدونو پاتې شوني او نښې ليدل کيږي. له ځمکې پورته فضا هم د چاودنو، ځان وژونکو بريدونو او بمباريو په تورو لوګيو پوښلې ده.
د امريکايي او افغان ځواکونو په ړندو بمباريو او بې توپيره عملياتو کې هره ورځ لسګونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي. په کلو او بانډو کې خلک کار روزګار نه شي کولای، ان خپل کورونه ترې پاتې وي. د سويلي ولايتونو هلمند او اروزګان په ځينو سيمو کې خلک د هوايي بمباريو او چاپو له وېرې د شپې لخوا خپل کورونه پرېږدي او د ژمې سړې او اوږدې شپې په شاړو دښتو کې سبا کوي.
په ښارونو کې بيا ځينو استخباراتي کمپنيو، طالبانو او داعش دلې چاودنو او ځان وژونکو بريدونو له خلکو څخه ډاډ او ارام اخيستی. نږدې هره ورځ د افغانستان يو نه يو ښار د سترو بريدونو شاهد وي چې په پايله کې يې لسګونه او ځينې وخت سلګونه عام بېګناه وګړي وژل کيږي. د ښوونځي زده کوونکي، استادان، مزدوران، دوکانداران، ښځې کوچنيان او ګڼ شمېر اړ خلک د دغو بريدونو ښکار کيږي. د سهار لخوا د کور پرېښودلو په وخت کې د کورنۍ غړو ته وصيت کول اوس نږدې د هر افغان دنده ګرځېدلې او هر څوک په دې وېره کې وي چې ګوندې ژوندی به کور ته راوګرځي او که نه؟!
د سولې او پوخلاينې کاذبه ډنډوره چې خلک به پرې غوليدل، هغه هم نوره پای ته ورسېدله او د امريکا ولسمشر په صريحو الفاظو اعلان وکړ چې امريکا په افغانستان کې له وسله والو مخالفينو سره سوله نه کوي. امريکا ته د افغانانو ژوند هيڅ ارزښت نه لري او کوم امنيت چې د هغوی په کار دی هغه يې رامنځته کړی دی، په افغانستان کې ټولې امريکايي اډې، ډيپلوماټيک ځايونه او نور هغه ځايونه چې دوی پکې اوسيږي کاملا خوندي دي او په پوره ډاډ او اطمنان پکې ژوند کوي.
د افغانانو د دود له مخې چې به څو کاله مخکې په افغانستان کې مړی وشو، د دوی د تسليت په خاطر به څو مياشتې په کلي کې چا د ښادۍ مراسم نه ترسره کول او ځنډول به يې. خو اوس په يوه کور کې واده وي، د څنګ له کوره يې جنازه پورته کيږي او له درېيم کور څخه د ټپيانو زګېروي پورته کيږي.
مونږ وينو چې د صدارت پر چوک د وینو لښتي بهیږي، خو په ارګ او سپېدار ماڼیو کې خیر او خیریت وي. ګوډاګي چارواکي او کورنۍ يې خوندي دي. دوی د لسګونو کانکريټي او انساني ديوالونو په داخل کې ارام ژوند کوي، اولادونه او کورنۍ يې په امريکا، اروپا او نورو هېوادونو کې خپل عيش او عشرت کوي او خوار او مظلوم ولس ته يې له دونيا څخه جهنم جوړ کړی چې د بارودو په لمبو کې سوځيږي.  
ښکیلاک د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په سیمه کې وحشت او ترور خپروي، تر څو په اوږد مهاله توګه دلته پاتې شي او له خپلو سیالانو سره سیالي وکړي. هغه اسلامي حرکتونه چې غواړې ښکیلاک له دې سیمې وشړي، ځینې خو يې په مستقيم او غير مستقیم ډول د اسلام په نامه د بهرنيو استخباراتو لپاره کار کوي، له يوه پلوه په خپلو اعمالو سره د اسلام او مسلمانانو نوم بدوي او له بله پلوه د اسلام دوښمنانو ته ستر خدمت کوي. ځينې نور يې که څه هم اخلاص به لري خو سیاسي وعی نه لري، له اسلام څخه يو کلي برداشت نه لري او په سهي معنا په اسلام نه پوهيږي، د دوی کړنې هم د استعمار د عمر د لا اوږدېدو لامل کيږي. د دوی د کړنو له امله خلک پر اسلامي خوځښتونو باور له لاسه ورکوي او د اسلام په نامه له هر ډول مبارزې څخه يې نفرت پيدا کيږي.


    جالبیت مقاله  
|  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:3



   ارسال نظر