د ښځو ستونزې، لاملونه او واقعي حل لار يې
03/18/2018 | نور

    جالبیت مقاله   |  

3.8

5/


ارزیاب کنندګان:10

سالارزی
بي بي سي تېره يکشنبه د کب په (۲۰) نېټه د بشري حقونو د کمېسيون په حواله راپور خپور کړ چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله له ښځو سره د زورزياتي په پېښو کې (۱۲) سلنه زياتوالی راغلی دی. راپور زياتوي چې دغه کمېسيون د ښځو پر وړاندې د زور زياتي (۴۳۴۰) پېښې ثبت کړي دي.
ښځې يواځې په افغانستان کې نه، بلکي په ټوله نړۍ کې له ستونزو او کړاونو سره لاس او ګريوان دي. ډېری وخت د پانګوال نظام حمل کوونکي لکه ملګري ملتونه، د بشري حقوقو سازمان او د ښځو د حقونو په نامه ګڼ شمېر ادارې په خپلو راپورونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښو د زياتوالي ارقام خپروي. نو پوښتنه پيدا کيږي چې کوم لاملونه دي چې د ښځو ژوند يې تريخ کړی او له ستونزو سره يې مخ کړي دي؟
د پانګوال نظام له څلورګونو اساسي ازادي ګانو څخه يوه يې شخصي ازادي ده چې د ښځو پر وړاندې د زورزياتي يو مهم لامل دی. په دغه نظام کې خلک له خپلې شخصي ازادۍ څخه په ګټې اخيستنې له ښځو څخه د جنسي توکي په توګه استفاده کوي او د جنسي غريزې د اشباع د منبع په سترګه ورته ګوري. همدا لامل دی چې د فردي بې بندوبارۍ له امله سړي، په ځانګړي ډول زورواکي او بډايان پر ښځو جنسي تېری کوي. د پاملرنې او خندا وړ دا ده چې پر ښځو د زورزياتي په پېښو کې تر ټولو ډېر هغه خلک ښکېل دي چې ځانونه د ښځو او بشر د حقوقو ستر ملاتړي بولي. ښه بېلګه يې د امريکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخوانی ولسمشر بل کلنټن دي چې پر جنسي تېريو ثابت تورونه پرې پورې دي. په داسې حال کې چې امريکا ته د دغو افکارو د ملاتړي او لېږدوونکي په سترګه کتل کيږي.
ښځو ته د کار کولو د حق ورکړې فکر بل لامل دی چې د ښځو ژوند يې له ناخوالو ډک کړی. همدغه فکر د دې لامل شوی چې ښځې له جنسي، رواني او فزيکي زورزياتي سره مخ شي. کله ښځې له کوره بهر له سړو سره په ګډو ادارو، کارخانو، مارکيټونو او نورو کې کار کوي، مستقيما د نارينه کارمندانو له لوري له زورزياتي سره مخ کيږي. د دې ښه بېلګه په روان کال کې د ملي وحدت حکومت د دوهم مشر عبد الله عبد الله اعتراف دی چې د افغانستان په ادارو کې يې له ښځو سره د سړو له لوري له تاوتريخوالي او جنسي ځورونې پرده پورته کړه.
د پانګوالي ايډيولوژۍ يو بل ارزښت دا دی چې هر څوک يې بايد ځان ته وګټي. د دې ارزښت له مخې ښځه حق نه لري چې له خاوند څخه نفقه، لباس، يا کور وغواړي، بلکې پخپله مکلفه ده چې کار وکړي او ځان وساتي. همدا لامل دی چې په غربي ټولنو او آن د اسلامي خاورو ځينو هېوادونو کې ګڼ شمېر ښځې د اقتصادي ستونزو او کاري توان نه لرلو له امله فاحشه توب ته مخه کوي او د بدن د پلور په وسيله ځان ته پيسې پيدا کوي. په غربي هېوادونو کې دا خبره ډېره عادي ده، دغه ډول ښځو ته دولت د فاحشه توب جوازونه ورکوي او تر څنګ يې پانګوالو د دوی د پلور او د دوی لپاره د مشتريانو د پيدا کولو لپاره شرکتونه (رسمي فاحشه خانې) پرانستې دي.
د دې سربېره د فاميلي ژوند (واده) بې ارزښته کېدل، مساوات، له نارينه سره د نارينه د واده جواز، د زنا مشروعيت، پر ښځو د شاقه مادي کارونو کول، د حامله ګۍ او مياشتې ناجوړۍ په وخت کې رخصتي نه لرل... ټول د پانګوال نظام هغه توليدات دي چې ښځې يې د بشريت له مقام څخه راښکته کړي او ژوند يې ورته له کړاوونو او ناخوالو ډک کړی.
خو؛ په اسلام کې ښځې ته له شرف او عزته ډک ستر انساني مقام ورکړل شوی. په اسلام کې ښځه اړ نه ده چې ځان ته روزي وګټي او کار وکړي. له واده مخکې پلار يا بل ولي مکلف دی چې خپلې لور يا خور ته نفقه لباس، کور او د ژوند نور اړين لوازم برابر کړي. له واده وروسته يې دغه مکلفيت د خاوند پر غاړه دی. څوک يې کار کولو او پيسو ګټلو ته نه شي اړويستلای؛ خو که پخپله غواړي کار وکړي، اسلام يې مخه نه نيسي. مسلمانه ښځه زده کړې کولای شي، کار کولای شي، ملکيت لاس ته راوړلای شي، ان تجارت کولای شي، خو د دې کارونو د ترسره کولو لپاره ورته اسلام داسې ټولنه او داسې کاري فضا برابروي چې نه يې څوک وځوروي او نه ورته ستونزې جوړې کړي.
 په پايله کې ويلای شو چې ښځې هغه وخت له تاوتريخوالي او زورزياتي خوندي کېدای شي چې په اسلامي ټولنه او اسلامي فضا کې ژوند وکړي، هغه ټولنه چې اسلامي افکار او مفاهيم پکې حاکم وي او د شريعت ټول احکام پکې پلې کیږي او د دې ډول ټولنې رامنځته کېدل هله شونې دي چې پر اسلامي خاورو واحد اسلامي دولت (خلافت) حاکم شي؛ هغه نظام چې نه يواځې د مسلمانو ښځو بلکې د دې دولت په قلمرو کې دننه د ټولو انسانانو، که څه هم غير مسلمانان وي هوساينه او ارامي تضمينوي.


    جالبیت مقاله  
|  

3.8

5/


ارزیاب کنندګان:10



   ارسال نظر