د افغانستان په جګړه کې د امريکا ستوماني او نارڅرګنده حل لاره
03/18/2018 | نور

    جالبیت مقاله   |  

0.0

5/


ارزیاب کنندګان:0

مصطفی ځلاند
نږدې د دريو لسيزو راهيسې امريکا ته د نړۍ د بې سياله ابرځواک په سترګه کتل کيږي. په دغه موده کې امريکا په ډېر غرور او تکبر سره ډېر نظامونه ړنګ کړل او ډېرو سيمو کې يې نظامي لاسوهنه وکړه. د خليج له جګړې نيولې، افغانستان، عراق، سوريه، پاکستان، لېبيا... د امريکا د نظامي مداخلې بېلګې دي.
د افغانستان او عراق جګړو په نړيواله کچه د امریکا حيثيت ته سخت زيان ورساوه. د امريکا نظامي ځواک يې تر پوښتنې لاندې راووست، ډېری پوځيان يې لېونيان او په رواني ناروغيو اخته شول. په ځانګړي ډول د افغانستان جګړه د امريکا لپاره ناسور شو. امريکايي پاليسي جوړوونکو او سياستوالو د دې جګړې د پای ته رسولو او بريا لپاره راز راز نسخې وړاندې کړې، خو يوه يې هم د دغه ناسور درمل نه شوه.
امريکا د افغانانو په ژوند کې د بدلون او پرمختګ په پلمه د افغانستان خاوره تر نظامي پوښښ لاندې راوسته. خو د امريکايي ښکېلاک په راتګ سره نه يواځې دا چې د  افغانانو حالت بدلون ونه کړ، بلکې د خلکو اقتصادي، روغتيايي، امنيتي او ټولنيز حالت ورځ تر بلې د بدتر کېدو خوا ته روان دی. په (۲۰۱۷ز) کال کې افغانستان د نړۍ په کچه د څلورم فاسد هېواد په توګه له شرمه ډک مقام خپل کړ. د فقر کچه ورځ تر بلې ډېريږي او په تېرو څو کلونو کې ګڼ شمېر خلک له ډېرې بې وزلۍ د خپلو اولادونو پلور ته مجبور شول. له امنيتي پلوه هم هره مياشت سلګونه بمونه د خلکو پر استوګنځايونو او کارځايونو رالويږي چې د سلګونه خلکو ژوند اخلي او زرګونه معيوب کوي.
نه يواځې دا چې د امريکا په راتګ سره د افغانانو ژوند له ستونزو ډک شو، بلکې امريکا هم د ستومانۍ وروستي پوړ ته رسېدلې او لار ترې ورکه ده. امريکا په افغانستان کې د هغې کوچنۍ ډلې پر وړاندې ماته خوړلې چې د (۱۹۶۰) لسيزې په وسلو سمبال دي او نږدې نيمه پېړۍ مخکي جنګي تاکتيکونه کاروي. اوس يې د خپل شرم پټولو لپاره د سيمې دولتونو لمن ته لاس اچولی. دوه اړخيزې، درې اړخيزې او څو اړخيزې غونډې جوړوي‎، کله پاکستان ته د مداخلې اجازه ورکړي، کله بيا پر پاکستان بنديزونه ولګوي او هند ته رول ورکړي او کله هم خپلو ستراتيژيکو سيالانو (چين، روسيه) ته د درېیمګړي او منځګړي وړانديز کوي. کله چې دا هڅې پايله ورنه کړي، نو درباري ملايانو ته مخه کوي او د مادي امتيازاتو په ورکړې پر هغوی ګمراه کوونکې فتواګانې صادروي، تر څو د خلکو افکار مغشوش کړي.
نن ورځ تر بل هر وخت زيات د امريکا ابرځواکي ډېره تر پوښتنې لاندې ده. له يو نړيوال ځواک سره نه ښايي چې د خپلو قضيو په حل کې له کمزورو دولتونو مرسته وغواړي او لمن يې ونيسي، سره له دې چې دغه کمزوري سيمه یيز دولتونه وخت ناوخته په دغه جګړه کې د ناکامۍ پېغور هم ورکوي. دا هر څه روښانه کوي چې ستومانه او لار ورکې امريکا د افغانستان د جګړې د اداره کولو او دلته خپلو موخو ته په رسېدلو کې ناکامه شوې او د بريا لپاره په يوې ناڅرګندې حل لارې پسې ګرځي.

    جالبیت مقاله  
|  

0.0

5/


ارزیاب کنندګان:0



   ارسال نظر