نوروز مو حلال کړ که حرام؟!
03/24/2018 | نور

    جالبیت مقاله   |  

2.9

5/


ارزیاب کنندګان:5

مدثر خپلواک

په تيرو څو کلونو کې هر کال د نوي لمريز کال په نوې کېدو سره په افغانستان کې د نوروز يا د نوي کال د لومړۍ ورځې تحريم او تحليل په رسنيو او عامه مجالسو کې توده موضوع وي. يوه ډله خلک د نوروز د حراموالي په اړه نصوص وړاندې کوي او بله ډله د روڼ اندو په نامه يې د افغانی کلتور يوه برخه بولي چې له دين سره هيڅ تړاو نه ورکوي.
هغه ډله چې نوروز حرام بولي او آن ځينې يې د لمانځلو له امله خلک تر کفر او شرک پورې رسوي، ايا فکر کوي چې په افغانستان کې يوازې د نوروز لمانځل حرام دي نور هر څه د اسلامي شريعت په رڼا کې تر سره کيږی؟ ايا د هېوادونو تر منځ استعماري پولې اسلامي دي؟ په افغانستان کې حاکم نظام اسلامي دی؟ د اسلامي هېوادونو په پارلمانونو کې د بشري قوانينو وضع کول عادي او کوچنۍ خبره ده؟ له امريکايي استعمار سره همکاري کول حرام نه دي؟ کفار په دوستۍ نيول يو ستره ګناه نه ده؟ له حربي کفارو سره د امنتي تړون لاسليک له اسلام څخه ښکاره سرغړونه نه ده؟ دا او دې ته ورته په سلګونه حرام کارونه مو په ټولنه کې بيخي عام شوي چې خطر يې د نوروز تر لمانځلو زرګونه چنده زيات دی. ولې‎ د هغو پر وړاندې چوپ پاته يو؟! هيڅ وخت مو پورتني حرام کارونه د ممبر، رسنيو او نورو عامه مجالسو له لارې په داسې لويه کچه ونه غندل او عام ولس مو ورته متوجه نه کړ، لکه د نوروز لمانځنې ته!. رښتيا هم چې تاريخ تکراريږي، اوسني علما او د دين په نامه ټېکه داران د هغو سطحي فکره علماوو تاريخ تکراروي چې عباسي خلافت د نړېدو په حال کې و، خو علماوو په مساجدو کې په دې موضوع ګرمې مناظرې کولې چې د سپږې په وينه کالي بې لمانځه کيږي که نه؟! اوسنی نوروز هماغه د سپږې وينه ده چې د اسلامي دولت په نه شتون او ټولو اسلامي خاورو کې د استعمار د شتون په حالت کې د علماوو لپاره د مناظرې ګرمه موضوع ده او د اسلام سره کرښه ورته ښکارې.
له دوهمې ډلې ـ چې د نوروز په لمانځنه ټيګار کوي ـ بايد وپوښتل شي چې دوی په کوم ايمان او وجدان سره د دا ډول ناروا لمانځنې کوي؟ ايا تر اوسه مو امريکايي استعمار نه دی درک کړی؟ څنګه مو د اشغالګرو د بمونو په باران کې د ناروا لمانځني احساسات راپاريږي؟ د کابل د شاه شهيد، زنبق څلور لارې، وزير اکبر خان، د کندهار د سپوږمۍ صالون، د سوريې د خانشيخون، غوطې او ورته ګڼ سلګونو خونړيو پېښو نه ياست را ويښ کړي؟ ايا مونږ ته اسلام د خوشالۍ او خواشينۍ حدود نه دي راپه ګوته کړي؟ د نوروز په لمانځنه به زمونږ ټولې يا ځينې ستونزې حل شي؟
که په هر څه پوه او د درک قوه مو پياوړې وي، نو بيا تاسو هم په شعوري او غيري شعوري ډول د اشغالګرو د ښکيلاک لپاره فضاء سازي کوئ، تر څو د عام ولس فکر د اساسي او برخليک ټاکونکو قضاياوو څخه واوړي او د نوروز په څېر په بېهوده او چټي بحثونو باندې بوخت شي.
اسلام د مسلمانانو د ژوند په هره برخه کې مداخله کړې. د نورو چارو تر څنګ يې دوی ته د خوشالي او لمانځنې وړ وختونه هم ورپه ګوته کړي او د نورو خلکو او ملتونو د فرهنګي مراسمو او ورځو له لمانځنو يې منع کړي. خو سره له دې هم اوس د دې وخت نه دی چې مسلمانان په ځانګړي ډول ديني عالمان د نوروز د تحليل او تحريم موضوع دومره جدي ونيسي لکه چې نيولې يې ده، په دې سره مسلمانان خپلې برخليک ټاکونکي قضيې هېروي او تمرکز يې په دغه ډول کوچنۍ او کم اهميته مسايلو راغونډيږي.


    جالبیت مقاله  
|  

2.9

5/


ارزیاب کنندګان:5



   ارسال نظر