افغان چارواکي د پنټاګون په پرېکړو کې خپل برخليک لټوي!
06/02/2018 | نور

    جالبیت مقاله   |  

4.5

5/


ارزیاب کنندګان:1

مدثر خپلواک
د امريکا دفاع وزارت په افغانستان کې د جنرال نيکلسون پر ځای نوی قوماندان اسټن سکاټ ميلر ټاکلی. ميلر تر دې وړاندې په بوسنيا، سوماليا، افغانستان او عراق کې هم د امريکا په وينا د ترهګرو په مقابل کې جنګېدلی. هغه په کال ۱۹۹۳م کې د موګاديشو د ځواکونو مشر پاتې شوی او هلته يې د مسلمان وژنې په سر د برونزو مډال هم ګټلی.
په افغانستان کې د امريکايي پوځ د مشر په توګه د میلر د ټاکنې راپورونه په داسې حال کې خپريږي چې په افغانستان کې درنه جګړه روانه ده. د جګړې دروند قيمت افغان مسلمانان پرېکوي .عام ولس، دولتي چارواکي او د دولت وسلوال مخالفين د جګړې د اور خوراک دي. هر ورځ په رسنيو کې د بمباريو، چاودنو خبرونه خپريږي. هر لوری د خپل ځان برياليتوب او د مقابل لوري د تباهۍ نارې وهي. د خلګو وژنه او ژوبل کېدل په افغانستان کې يوه ډېره عادي خبره ګرځېدلې.
کله کله د عامه ذهنونو د مغشوش کولو لپاره امريکايې چارواکي او ورسره هم مهاله افغان بې وسه دولت پر وسلوالو مخالفينو د سولې غږ کوي، تر څو وسلوال مخالفين د افغان لاسپوڅي دولت سره يو ځای شي، خو په ورته وخت کې په سيمه کې د امريکايي ځواکونو شمېر زياتيږي، د مخالفينو پر مورچلو هوايي بريدونه زور اخلي او د جګړې د شتدت لپاره د ميلر په څېر شخص د عمومي قوماندان په توګه ټاکل کيږي چې په مسلمان وژنه کې پوره تجربه او شهرت لري.
د امريکا لخوا چې د افغانستان لپاره کوم نوی سفير، پوځي قوماندان، ځانګړی استازی ټاکل کیږي نو افغان لوړپوړي چارواکي تر امريکايانو لا ډېر لېواله وي چې د نوو ټاکل شوو امريکايي چارواکو په بيوګرافۍ بحث وکړي، خلکو ته يې قوي او زړور معرفي کړي او د افغانستان د ټولو ستونزو حل د دوی په راتګ کې معرفي کوي، خو څو مياشتې وروسته بيا د دوی د نوو ځايناسو په ستاينو پيل کوي. لکه څرنګه چې نن د افغانستان لوړپوړي امنيتي مقامات د ميلر ټاکنه يو غوره او اغېزناک اقدام بولي، تر ده مخکې يې جنرال نيکولس ته هم همدغه ډول له تملقه ډک احساسات درلودل. ځکه دوی غلامان دي او خپل برخليک د امريکا په تصاميمو او مقاماتو پورې تړلی بولي.
خو له نېکه مرغه چې د مزدور دولت له تبليغاتي هڅو سره، سره ډېری افغانان پوهېدلي چې افغان دولت د امريکا ګوډاګی دولت دی، ځکه نو د هغوی هر ساز ته ګډيږي، هر تصميم يې معصوم بولي او هر وحشت يې رحمت تعبيروي. خو يواځې دا بسنه نه کوي، بلکې د دې تر څنګ اړتيا ده چې افغانان له روان بحران څخه د وتلو په واقعي حل لار فکر وکړي او د عملي کار لپاره لستوڼې بډوهي.


    جالبیت مقاله  
|  

4.5

5/


ارزیاب کنندګان:1



   ارسال نظر