د اسيا سوداګريزه که جګړه يزه څلورلارې؟
12/03/2017 | نور

    د جالبیت   |  

0.0

5/


ارزیاب کنندګان:0

مصطفی ځلاند
د تېر ميلادي کال په پرتله، سږکال د امريکايي ځواکونو بريدونه درې چنده زيات شوي دي. په تېر يوه کال کې امريکايي ځواکونو د افغانستان پر خاوره (۱۳۳۷) هوايي بريدونه کړي وو، خو په روان کال کې دغه شمېره (۳۵۵۴) ته لوړه شوې.
افغان امريکايي دولت له څو کلونو راهيسې له طالبانو سره د سولې په هکله نارې وهي. تر يوه وخته دا نارې د دې لپاره وې چې خپل ولس تېرباسي او په دې توګه د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې له کچې د خلکو پام واړوي. خو د داعش د پروژې له پراخېدا سره له طالبانو سره د سولې مسلې ريښتينې بڼه غوره کړه. خو له ډېرو هڅو سره سره امريکا ونه توانېده چې له جګړې څخه د طالبانو مخ وګرځوي او د سولې مېز ته يې کېنوي. ب
د امريکا د نوې ستراتېژۍ له علان سره سم، امريکا د خپلو پوځيانو شمېر زيات کړ. دا زياتوالی د دې لپاره نه و چې ګوندې امريکايي پوځيان به له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه د جګړې ډګر ته ووځي، بلکې دوی به په خپلو اډو کې خوندي ناست وي او پر طالبانو د فشار د ډېرولو لپاره به پر هغوی په هوايي بريدونو کې زياتوالی راولي چې همداسې يې وکړل.
دغه راز پر طالبانو د فشار د ډېروالي لپاره امريکا پر پاکستان فشار زيات کړ چې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخيستنې هڅه وکړي چې طالبان د سولې مېز ته کېنوي. د دې فشارونو په پايله کې د ځينو غير رسمي سرچينو د راپورونو له مخې ډېری طالبان له خپلو کورنيو سره يو ځای هلمند او ځينو نورو سيمو ته راستانه شول.
له طالبانو سره د سولې مسله يواځې د داعش پروژې د ودې او پراختيا لپاره وه چې امريکايانو رامنځته کړې. د دې خبرې د اثبات لپاره کره اسناد شتون لري. وروستی سند يې د ملي شوری د ځينو غړو له لوري د ملي امنيت پر رئيس معصوم ستانکزي باندې ادعا ده چې د هغه په مېلمستون کې ګڼ شمېر مشکوک خلک شتون لري او انګېرل کيږي چې د داعش د پروژې طراحان دي.
پخپله د امريکايي پوځ د هوايي بريدونو په پايله کې د نرخ، کندوز، هلمند، کاپيسا او کونړ د ګلاليو کوچنيانو او بې وسه خلکو د تنو ټوټو د ارګ او سپېدار ماڼيو د لاسپوڅو واکدارانو سترګې لندې نه کړې؛ بلکې د تل په څېر يې د بادار لپاره د لاوډسپيکر  دنده ترسره کړه او دغه پړه يې پر افغان ځواکونو واچوله، تر څو خلک له بهرنيانو راضي وساتي او په دې توګه دوی د بهرنيانو رضايت کسب کړي.
اشرف غني د خپل ټاکنيز کمپاين په وخت کې او له هغه وروسته د واکمۍ په دور کې په مکرر ډول د اقتصادي او سياسي بدلونونو او پرمختګونو شعارونه ورکړل او خلکو ته يې خيالي چارچوبونه ترسيم کړل، له دغو شعارونو يو دا و چې افغانستان به په سوداګريز لحاظ د اسيا په څلورلاري بدلوي. خو د دغه څلورلاري د ړنګولو لپاره ټرمپ خپلو سرتېرو ته پراخ واک ورکړی، تر څو په کمه موده کې يې په کنډواله بدل کړي، خلک يې په وينو سره کړي او جومات، مدرسه، کور او کلی يې له يوې مخې بمباري کړي.


    د جالبیت  
|  

0.0

5/


ارزیاب کنندګان:0



   د نظر لیږد