پر اسلامي امت یو بل وار؛ حل لاره څه ده؟
12/10/2017 | نور

    د جالبیت   |  

4.9

5/


ارزیاب کنندګان:4

مدثر خپلواک

د روان ميلادي کال د ډسمبر په نهمه د يويشتمې پېړۍ فرعون ټرمپ په ډير غرور سره د مسلمانانو لومړۍ قبله او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د معراج مکان بيت المقدس ښار د یهودو د غاصب دولت د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژانده او اعلان يې وکړ چې امريکا به خپل سفارت له تل ابيب څخه بيت المقدس ته وليږدوي.
د ټرمپ له دغه کرغېړن عمل سره د امریکا متحدينو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، چين او روسيې يې مخالفت وښود او دا کړنه يې په منځني ختيځ کې د کړکېچ زياتوالی وباله. د اسلامي خاورو چارواکو هم د دوی په څېر مطبوعاتي مخالفت وښود او ځينې مضحک غبرګونونه يې څرګند کړل، تر ټولو توند غبرګون يې د ترکيې د ولسمشر دا شعار و چې: «قدس د مسلمانانو لپاره سره کرښه ده»
دا لومړی ځل نه دی چې غرب او نور صليبي کفار مسلمانانو ته دا ډول ټکانونه ورکوي. تر دې وړاندې مسلمانانو ته تر ټولو لويه ضربه د عثماني خلافت (يو وجود) ټوټه، ټوټه کېدل و. په دوهم قدم کې د مسلمانانو پر سپېڅلې خاوره فلسطين کې د اسرائيلو د طاغوتي دولت رامنځته کېدل؛ په افريقا کې د دوهم اسرائيل (جنوبي سوډان) جلا کېدل او ورته نورې هغه لويې پېښې وې چې په رامنځته کېدو سره يې مسلمانانو يواځې غندنه کړې، مظاهرې يې کړې او حاکمو لاسپوڅو دولتونو د پېښو اړوند داسې غبرګونونه ښودلې چې نه سيخ وسوځي نه کباب، يعنې نه يې له غرب سره سپين سترګي کړې ده او په ورته وخت کې يې د عامو مسلمانانو د احساساتو  د کنټرول لپاره نمايشي غندنه کړې وې.
ايا اردغان، سيسي، ملک سلمان او د اسلامي خاورو نور حاکمان کولای شي امريکا او اسرائيل له دغه هوډ څخه پر شاه کړي؟ ايا د اسلامي خارو د چارواکو په تشو شعارونو باندې بيت المقدس تر لاسه کولای شو؟ ايا په فيسبوکي غندنو، لاريونونو او نور احساساتي کړنو سره کولای شو له لاسه ورکړی قدس بيا خپل کړو؟
نه؛ نه شو کولای. ځکه هيڅ مفکر مسلمان له دغو چارواکو څخه داسې تمه نه شي کولای. امت ته روښانه ده چې دا ټول چارواکي د غرب مزدوران دي چې د شخصي منافعو په مزد يې د واک پر ګدۍ کېنولې دي. دوی لا له وړاندې څخه د قدس پر سر له امريکا سره معامله کړې ده او په دې غبرګونونو سره د مسلمانانو په سترګو کې خاورې شيندي او په مرسته يې له امريکا سره خپلې له خيانته ډکې معاملې پټوي.
د قدس ازادي په شعارونو، لاريونونو، توندو خبرو او د غرب د غولوونکي شعار «ډيپلوماسۍ» په مرسته نه کيږي. بلکې قدس غصب شوی دی، له مسلمانانو څخه په زور نيول شوی دی، د بې شمېره مسلمانانو وينې پرې توی شوي دي او مسلمانان ترې په زوره کډوالۍ ته اړويستل شوي دي؛ قدس نظامي حل لارې ته اړتيا لري. د قدس ازادي يواځې هله شونې ده چې د اسلامي امت پوځونه د واحد اسلامي قيادت لاندې راټول او د نظامي ځواک په مرسته له غاصبو يهودو څخه خپله خاوره ونيسي؛ له دې پرته د قدس د ازادۍ بله هيڅ لار نه شته.
دا کومه ناشونې او غير واقعي خبره نه ده، بلکې په نږدې ماضي کې راته تاريخ تجربه کړې ده، کله چې غازي صلاح الدين ايوبي رحمه الله د قدس لور ته خپل مجاهد سرتېرې ورمرش کړل او د فلسطين ټوله خاوره يې له غاصبو صليبيانو څخه ازاده کړه.
د مسلمانانو بيداري او اسلامي احساسات مونږ ته هيله راکوي چې دغسې ورځ ډېره نږدې راتلونکې ده. د قدس په اړه د وخت د طاغوت وروستۍ کړنه د عامو مسلمانانو له سخت غبرګون سره مخ کېدل پر دې دلالت کوي چې مسلمانانو اوس خپلې سرې کرښې پېژندلې دي او له هغو څخه له تېری کوونکو سره هر ډول سرښندنې ته تيار دي. خو له بدغه مرغه چې حاکم لاسپوڅي چارواکي نه يواځې د مسلمانانو احساساتو ته مثبت ځواب نه وايي، بلکې د دوی د نارې د چوپ کولو په هڅه کې دي او د متحرکو او مبارزو مسلمانانو د پښو تړلو هڅه کوي، تر څو باداران يې له دوی څخه راضي وي. خو لېرې نه ده چې مسلمانان به د دغو خاينو او ګوډاګيو چاروکو پر ځای له ريښتيني اسلامي رهبر (خليفه) سره په سمع او طاعت بيعت وکړي او د هغه تر قيادت لاندې به خپلې ټولې اشغال شوې خاورې په زور له دښمنانو ازادې کړي.


    د جالبیت  
|  

4.9

5/


ارزیاب کنندګان:4



   د نظر لیږد