په سويلي ولايتونو کې څه تېرېږي؟
12/25/2017 | نور

    د جالبیت   |  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:1

له نږدې دوه نيمو پېړيو راهيسې د افغانستان سويل د افغانستان په سياسي فضا کې لوړ لاس لري. سره له دې چې د دې سيمې واکوال همدلته زېږېدلي او واک ته رسېدلي، خو د خلکو د ژوند په حالت کې يې پام وړ بدلون نه تر سترګو کيږي. په ځانګړې ډول په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې چې افغانستان د لويديځو يرغلګرو لخوا اشغال شوی، سويلي سيمه کې د خلکو سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيز حالت ورځ تر بلې د خرابېدو خوا ته روان دی.
د سویلي ولایتونو سیاسي جوړښت قبيلوي دی. هره سیمه ځانته قومي مشر لري چې خلک ورته د ستونزو د حل په موخه مراجعه کوي. په تېره يوه نيمه لسيزه کې نه دولت او نه د دولت وسله وال مخالفين په دې توانېدلي دي چې دا سيمه په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راولي. د ولايتونو او ځينو ولسواليو مرکزونه د دولت په کنټرول کې دي؛ خو ډېری ولسوالۍ او کليوالې سيمې د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې دي.
په وروستيو څو کلونو او په ځانګړي ډول سږکال سویلي ولایتونه له ډیرو جګړو او امنیتي ننګونو سره مخ شوي. ملکي خلک تر ډیره له دې جګړو او امنیتي ننګونو څخه زيانمن شوي دي. د مخالفو وسلوالو تر کنټرول لاندې سیمو کې خلک له چاپو، شپنیو عملیاتو او بمباریو له کبله ځان خوندي نه احساسوي او هر ورځ د غم پر ټغر ناست وي. د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې بيا د چاودنو، چريکي او بمي بریدونو څخه خلک له نا امنۍ سره مخ دي.
په دواړو خواو کې خلک د یو بل له لوري له بندیزونو څخه هم په امان نه وي، ځينې وخت دولت د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره پر عادي خلکو مواصلاتي لاري تړي، خوراکې مواد نه پریږدې، آن تر دې چې خلک نه شي کولی خپل ناروغان تر ښاره ورسوي.
د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم مخالفین د دې لپاره چې دولت تر فشار لاندې راولي، پر خلکو بندیزونه لګول کیږي. په وروستیو میاشتو کې ارزګان یو له هغو ولایتونو دی چې خلک یې د دولت او مخالفینو له لوري تر راز راز فشارونو لاندې دي. د دولت مخالفینو د دولت تر کنټرول لاندې سیمو باندې اوبه بندې کړي دي چې له امله يې د خلکو  باغونه او کښتونه وچ شوي دي.
په ټوله کې په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول سويلي ولايتونو کې د امريکا په لاس راوړل شوې او غځول شوې جګړې له امله عام خلک له ډول ډول ستونزو او ناخوالو سره مخ دي. نه يې سرونه په امان دي، نه يې مالونه خوندي دي، نه په خپلو کورونو کې ژوند کولو ته پرېښودل کيږي او نه هم له خپلو کورونو څخه د کډه کولو اجازه ورکول کيږي. دولت او مخالفان دواړه هڅه کوي چې پر مقابل لوري د فشار راوستلو لپاره د عوامو ځورونه او پر هغوی د ژوند د کړۍ راتنګونه د وسيلې په توګه غوره کړي. 

مصطفی ځلاند


    د جالبیت  
|  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:1



   د نظر لیږد