داعش؛ په افغانستان کې د امریکا بله لوبه!
12/25/2017 | نور

    د جالبیت   |  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:1

بي بي سي د فرانسې د خبري اژانس په حواله خبر خپور کړ چې په عراق او سوريه کې مات شوي فرانسوي او الجزایري داعشيان د افغانستان شمال کې ځای پر ځای شوي. همدارنګه د ايران د استخباراتو وزير محمود علوي له ايراني رسنيو سره په مرکه وويل: داعش غواړي په افغانستان کې پښې ټينګې کړي.
دغه خبر هغه وخت د رسنيو سرټکی شو چې د عراق او سوريې دولتونو اعلان وکړ دوی خپلې خاورې د داعش له شتونه پاکې کړې او په خپل قلمرو کې يې داعش ته بشپړه ماتې ورکړې.
د سليم عقل ټولو څښتنانو ته څرګنده شوې چې داعش امريکايي پروژه ده چې په رامنځته کولو سره يې په سوريه کې د بشار د مړژواندی رژيم په ساتنه کې ورڅخه استفاده وکړه او د بشار پر وړاندې د پاڅونوالو له ځپلو وروسته يې په منځني ختيځ کې جګړې ته د سني او شيعه رنګ ورکړ. د عراق او سوریې زرکلن ښارونه يې له خارو سره برابر کړل، لسګونه زره شيعه او سني مسلمانان يې يا پخپله ووژل او يا د دوی له امله ووژل شول.
کله چې امريکا په افغانستان کې د امنيتي او ستراتيژيک تړونونو پر اساس په سيمه کې د اوږد مهاله شتون ډاډ تر لاسه کړ، له هغه وروسته يې د افغانستان شمال د استخباراتي جګړې تر پوښښ لاندې ونيو. خو د افغانستان شمال ته د داعش لېږدول او د شمال په نا امنه کولو کې د امريکا اساسي موخې څه دي؟
لومړی: امريکا غواړې چې د داعش د ځپلو په بهانه د منځنۍ اسيا هېوادونو ته جګړه وغځوي او وروسته له همدې لارې چين او روسيې ته يو لړ سياسي، اقتصادي او امنيتي ستونزې جوړې کړي.
دوهم: امريکا غواړي د مرکزي اسيا هيوادونو ته د داعش له انتقال وروسته دغه هيوادونه په يو ډول اشغال کړي او پر طبيعي سرچينو يې خېټه واچوي.
درېيم: د افغانستان شمالي ولايتونه د ترياکو د سوداګرۍ مهم مرکز بلل کيږی،  له همدې لارې د استخباراتي کړيو په واسطه په زياته پیمانه ترياک د قاچاق په ډول اروپايي هېوادونو ته لېږدول کيږي چې امريکايي استخبارات له دې لارې مېليونونه ډالر ترلاسه کوي. 
څلورم: هر ځل چې امريکايي چارواکي د افغانستان په اړه وينا کوي، له طالبانو د سولې غوښتنه کوي، خو د داعش په اړه پر جګړه ټينګار کوي. دا خپله دا معنا لري چې د افغانستان جګړه نور د طالب له نامه څخه د داعش په نامه بدليږي او د افغانستان د جغرافيې سربېره د سيمې هېوادونو ته هم غځول کيږي.
 په همدې ډول امريکا غواړې پورتنيو موخو ته د رسېدو لپاره افغانستان ته د داعش جنګياليو د انتقال لپاره زمينه برابره کړي. څرګند مثال يې د سوريې د رقې له ښار څخه په لاريو موټرو کې د داعش د جنګياليو او وسلو ايستل او د روسي سپوږمکيو په واسطه اخيستل شوي انځورونه وو چې د داعش مرکز ته څېرمه امريکايي جنګي شوبلې له ورايه پکې معلومېدل. مخکې يې د القاعده او ترهګرو په نومونو په کليو او کورونو بمونه غورځول، ښځې، ماشومان او سپين ږيري يې شهيدانول؛ اوس به مو وينې د داعش په بهانه د امريکايي استخباراتي جګړې د اور خوراک وي.

زبير احمد وياړ


    د جالبیت  
|  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:1



   د نظر لیږد