د ښځو د حقوقو ستر ملاتړي، که پر ښځو تېری کوونکي؟
12/25/2017 | نور

    د جالبیت   |  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:1

هغه درې تنو ښځو چي ډونالډ ټرامپ يې له ټاکنو مخکې په جنسي ځورونو تورن کړی و، د روان ميلادي کال د ډسمبر په (۱۱مه) نېټه يې په نیویارک کې خبري کنفرانس دایر کړ او له کنگرې څخه یې د ټرامپ جنسې ځورونو په اړه د څیړنې غوښتنه وکړه.
د بشر او ښځو د حقوقو په ستر مدافع هيواد امريکا کې د جنسي ځورونې ګراف ورځ تر بلې مخ پر لوړېدو دی. خو حيرانوونکي دا ده چې د ښځو د حقوقو د دغه ملاتړي هېواد مشران هم د ښځو په جنسي ځورونه روږدې دي. له سیاسته تر سینما پورې د امریکا او نورو غربي هیوادونو مشران د جنسي ځورونو په پېښو تورن شوي دي.
ټرامپ د امريکا لومړی ولسمشر نه دی چې پر ښځو د جنسي تېري په تور تورن دی. بلکې تر دې مخکې د امريکا نور ولسمشران لکه بل کلنټن د خپل دفتر پر يوې کارمندې او پلار جورج بوش پر يوې فلمي لوبغاړې باندې د جنسي ځورونې په اړه هم تورن شوي دي.
څنګه شونې ده چې هغه هېواد چې ولسمشران يې پر ښځو جنسي تېری کوي، د بشر او ښځو د حقوقو ملاتړ دې وکړي؟ د بشر حقوق او ښځو حقوق هغه درواغجن شعارونه دي چې ښکېلاکګر غرب ورڅخه د ښکېلاک د وسيلې په توګه استفاده کوي؛ که نه په اصل کې همدغه هېوادونه او د دوی په واسطه لېږدېدونکې ايډيولوژي ده چې د بشر اخلاق فاسدوي او پر ښځو د جنسي تېري لپاره زمينه برابروي.
پانګواله ايډيولوژي چې نړۍ يې له ډول ډول ناخوالو سره مخ کړې، له اقتصادي ډګره نيولې تر سياسي او ټولنيز ژونده يې بشريت په ستونزو کې ښکېل کړی.د ډيموکرسۍ تر چتر لاندي حاکمو نظامونو نه یوازې اقتصادي او امنیتي ستونزې زېږولې، د دې سربېره يې د ښځو او کوچنيانو ژوند هم له خطر سره مخ کړی. د جنسي ځورونو په اړه د سروې ګانو شمېرې ښېی چې پر ښځو او کوچنيانو د جنسي تېرې تر ټولو ډېرې پېښې په هغو هېوادونو کې کيږي چې ډېموکراسۍ ته تر ټولو ډېر ژمن دي، لکه امريکا، هندوستان، بريتانيا، فرانسه او نور.
د اسلامي خاورو مشران هم په لوی لاس د اخلاقي، ټولنيز او اقتصادي فساد جرړه (پانګوالي نظام) له غرب څخه اخلي او په اسلامي خاورو کې يې پر مسلمان ولس باندې د تعميل او تحميل په هڅه کې دي. دوی هڅه کوي چې مسلمانان د ښځو او بشر د حقوقو په درواغجنو شعارونو باندې وغولوي؛ سره له دې چې پوهيږي چې د غربي هيوادونه مشران چې د دغې ايډيولوژۍ حاميان دي، پخپله تر ستونې پورې په اخلاقي فساد کې ډوب دي او پر ښځو باندې د جنسي تېري په اړه تورن دي.

احمد یاسر


    د جالبیت  
|  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:1



   د نظر لیږد