بهرنۍ سفارتخونې؛ د بدمرغيو ځالې
01/30/2018 | نور

    د جالبیت   |  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:1

د کابل زړه صدارت څلور لاری د سلواغې په اوومه نېټه يو ځل بيا د يوه خونړي او بوږنوونکي بريد شاهد و چي په ترڅ کي يي تر سلو زيات خلک مړه او تر دوو سوو زيات ټپيان شول.
دا په تېره اونۍ کې پر انټرکانټيننټل هوټل او په ننګرهار کې د (Save the children) پر دفتر له بريدونو وروسته درېيمه ستره چاودنه وه چې دغو بريدونو په يوه اونۍ کې له پنځه سوه څخه زيات خلک مړه او ټپيان کړل. افغان دولت د دې پر ځای چې د دغو ډول پېښو مخه ونيسي، يواځې يې پر غندلو بسنه کوي، ځکه چې د هغو پېښو مخنيوی د دوی په وس کې نه دی چې د دوی باداران يې تنظيموي.
غربي ځواکونه چي د امنیت راوستلو په بهانه په افغانستان کې پراته دي، په حقيقت کې نا امني د دوی له شتونه سرچينه اخلي. دوی يواځې هغه امنيت ته ژمن دي چې په ترڅ کې يې د ښکېلاکګرو سفارتخونې، ډيپلوماټيک مرکزونه، د جاسوسۍ مراکز او پوځي اډې خوندي وي. خو دا چې افغانان دې په سوله او امن کې ژوند وکړي، دا يواځې يو خيال او خوب دی چې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې يې هيڅ تعبير شتون نه لري. ځکه همدغه استخباراتي ځالې دي چې په دغو بدمرغيو کې مستقيم لاس لري.
لاسپوڅي حکومتونه او د اسلامي خاورو چارواکي ځان غربي چارواکو ته د ژمن ښودلو لپاره په هر ډول ظلم او وحشت خوله پټوي. سره له دې چې د بي ګناه خلکو د وژلو چغې په خلاصو غوږونو اوري، خو لاسپوڅي چارواکي اوږه په اوږه د بي ګناه خلکو په وژنه کي له ښکیلاکګرو سفارتخونو سره مرسته کوي.
داعش او نورې ډلې چي د مسلمانانو وینې تويوي او د مسلمانانو په وژلو يي زړه نه یخيږي، د امریکا د پروژې یوه برخه ده چې د سفارتونو لخوا ورسره مرسته کوي او د دوی د مرستو او مديريت په پايله کې هره ورځ سلګونه مسلمانان د دوی په وحشيانه بريدونو کې وژل کيږي.
له امریکا سره د افغان دولت امنیتي تړون او د امريکا نوې امنيتي تګلاره په افغانستان کي د افغانانو په ګټه نه، بلکي د امريکايي ګټو د خوندیتوب لپاره دي، تر څو وکولای شي چین او روسيه چې امريکا يې خپل سيالان بولي، مهار کړي، او دوه سيمه يز اټومي قدرتونه پاکستان او هند په سیمه کي تر کنټرول لاندي ولري. همدغه جنګي اميتي تګلاره ده چې په افغانستان کې روان ناورين جاري ساتي او د بې ګناه وګړو د مرګ ژوبلې لامل کيږي.
تر څو چې په اسلامي خاورو کې ښکېلاکګر ځواکونه، د هغوی پوځي اډې او استخاباراتي ځالې شتون ولري، د شته بدمرغیو لړۍ به دوام لري وژنې بمي بريدونه او بمباری به ورځ تر بلي مخ پر ډیریدو وي.

احمد یاسر


    د جالبیت  
|  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:1



   د نظر لیږد