ايا په سوريه د امريکا بريد له مسلمانانو د ملاتړ په معنی دی؟
04/18/2018 | نور

    د جالبیت   |  

4.9

5/


ارزیاب کنندګان:4

احمد یاسر

وروسته له هغه چې د بشار رژيم د دوما پر بې دفاع خلکو کيمياوي وسلې وکارولې چې له امله يې لسګونه خلک شهیدان او سلګونه ټپيان شول؛ د شنبې پر ورځ امریکا له بریتانیا او فرانسې سره په ګډه په سوریه کې د بشار د حکومت پر ځينو نظاامي تاسيساتو توغنديز بريدونه وکړل. ډونلډ ټرمپ ایران او روسیې ته خبرداری ورکړ چې د بشار د حکومت له ملاتړه دې لاس واخلي.
له څو کلونو راهيسې روسيه، ايران او بشار پر مسلمانانو بې رحمه بريدونه کوي، سلګونه زره بې دفاع خلک يې ووژل، سلګونه زره يې ټپيان کړل، مېليونونه يې د خپلې خاورې پرېښودو ته اړ کړل، د دوی د محاصرو له امله زرګونه خلکو له لوږې خپل ژوند له لاسه ورکړ، ښکلي او اباد ښارونه يې کنډوالې کړل او د بشر په تاريخ کې يې کم ساري ظلمونه او وحشتونه ترسره کړل.
خو د دغه شپږ کلن وحشت پر وړاندې نړيوال سازمانونه، د نړۍ ستر قدرتونه او د اسلامي خاورو لاسپوڅي چارواکي نه يوازې چوپه خوله پاتې دي، بلکې پخپله يې هم د سوريې په ويجاړۍ او مظلومو سوريايانو په وژنه کې برخه اخيستې ده.
ځينې سطحي فکره مسلمانان په سوريه کې د وروستي کيمياوي بريد په اړه د امريکا غبرګون ته خوشبين دي او انګيري چې ګوندې امريکا له مظلومو مسلمانانو څخه د ملاتړ په موخه په سوريې بريد وکړ او ځينې نور بيا دې ته خوشاله دي چې دا کار کولای شي امريکا او روسيه جګړه کې کېباسي.
خو داسې نه ده؛ امريکا هيڅکله د دوما له خلکو څخه د ملاتړ په موخه سوريې او روسيې ته ګواښ نه کوي، پر سوريه د امريکا او متحدينو وروستي توغنديز بريدونه يوازې په سيمه کې د دوی د ستراتيژيکو موخو په خاطر دي. د دوی له موخو څخه يوه يې دا ده چې په سيمه کې د روسيې د نفوذ مخنيوی وکړي او په سياسي او اقتصادي لحاظ د روسيې د منزوي کولو هڅه کوي. ځکه موږ وينو چې د سوريې په شپږ کلن وحشت کې امريکا له روسيې څخه کمه نه وه، امريکا هم د سوريې ګڼ شمېر بې ګناه خلک ووژل، مسجدونه او جنازې يې بمبار کړې چې د رقې نړيدلی ښار په سيمه کې د امريکايي وحشت ښه بېلګه ده.
له بله طرفه په سيمه کې د امريکا او روسيې نظامي ښکېلتيا زموږ لپاره د خوشالۍ خبره نه ده، ځکه چې امريکايي توغندي هيڅکله مسکو نه په نښه کوي او نه به هم په ځواب کې روسيه پر واشنګټن بريد وکړي، بلکې د دغې نظامي ښکېلتيا زور هم له موږ مسلمانانو وځي او زموږ خاوره به د دوی د نظامي تسليحاتو د ازموينې او نيابتي جګړې ډګر وي، چې دا چاره د افغانستان په شمول د اسلامي خارو په نورو برخو کې هم جريان لري.
کفار خو په ښکاره له اسلام او مسلمانانو سره دوښمني لري او د دوی د تضعيف، استعمار او وژلو لپاره هر ډول لارې چارې په کار اچوي، مګر د اسلامې خاورو لاسپوڅې مشران چې د سوریې ناورين په رڼو سترګو ویني د ماشومانو او ښځو د ژړا اوازونه يې زړه ته نه کښته کیږي، د سپین ږیرو آه او فرياد يي زړونه نه دردوې. دوی يوازې په خپل عيش او مزو کې ډوب دي او د مسلمانانو د مظلوميت په مقابل کې نه يوازې چې کفارو ته ځواب نه شي ورکولای، بلکې د مسلمانانو په عام وژنه کې له هغوی سره ملګرتيا کوي. ترکيه، ايران او سعودي عربستان يې ښې بېلګې دي چې هر يو له کفارو سره اوږه په اوږه د سوريې په عام وژنه کې برخه واخيسته او لا هم دوام ورکوي.


    د جالبیت  
|  

4.9

5/


ارزیاب کنندګان:4



   د نظر لیږد