شهزاده محمد؛ د پرمختګ نوښتګر که د غلامۍ نوښتګر؟!
04/18/2018 | نور

    د جالبیت   |  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:2

مدثر خپلواک

په دې وروستيو کې د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان له اتلانتيك مجلې سره د مرکې پر ترڅ کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې «اسرائيل د خپلو نيکونو په خاوره کې د يو ملي دولت په شکل د ژوند کولو حق لري او که نه؟» ويلي چې: «اسرائيل او فلسطينيان دواړه له خپلو ـ خپلو خاورو څخه د دفاع حق لري، خو يو داسې تړون ته اړتيا برېښي چې سوله، استقرار او د عادي اړيکو تضمين وکړي.»
څه موده وړاندې د سعودي ستر مفتي عبدالعزيز هم له يو تلويزيون سره په مرکه کې ويلي و چې د اسرائيلو پر وړاندې جګړه حرامه او حماس يوه ترهګره ډله ده. همدارنګه د اسرئيلو د استخباراتو وزير يسرائيل کاتس د عربي انټرنيټي ورځپاڼې«ايلاف» سره په مرکه کې د سعودي له پاچا سلمان څخه غوښتي و چې د اسرائيلو لومړی وزير بينيامين نتنياهو خپل هېواد ته وروغواړي او خپل وليعهد اسرائيلو ته واستوي. دغه راز له اسرائيلو سره د اړيکو د ښه کولو په موخه څه موده وړاندې د اير انډيا يوه الوتکه په لومړي ځل د عربستان له حريم څخه تېره او په اسرائيلو کې کېناسته.
 دغه راز د بيت المقدس په اړه د امريکا له نوې پرېکړې سره چې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه يې په رسميت وپېژنده؛ د عربستان متحده عربي اماراتو او نورو عرب مشرانو، لا له وړاندې څخه له امريکا سره په پټه موافقه کړې وه.
که د عرب اسرائيلو او په ځانګړي ډول سعودي عربستان او اسرائيلو اړيکو ته عميقه کتنه وکړو، جوتيږی چې د شهزاده محمد وروستۍ څرګندونې او دريځونه کومه نوې خبره نه ده، بلکې دی په دې برخه کې د خپلو اسلافو تقليد کوي، خو په دومره توپېر سره چې نوموړی د امريکا په غلامۍ کې تر نورو ډېر مبتکر او د نوو اسلوبونو کاروونکی دی.
شهزاده سلمان له اسرائيلو څخه د خپل ملاتړ د تضمين سربېره امريکا ته د دې ډاډ هم ورکړی دی په ډېره لږه موده کې به د سعودي ټولنيز نظم په بشپړ ډول سيکولر کړي، د حجاب او ښځو او نارينه و تر منځ پر اختلاط بنديزونه به لرې کړي او په دغه هېواد کې به سلګونه د فحشاء مرکزونه جوړ کړي.
د (۲۰۳۰) کال په نامه پروژه په همدې موخه په لار اچول شوې او موخه يې دا ده چې سعودي عربستان به تر (۲۰۳۰) کال پورې کاملا يو سيکولر هېواد وي چې هيڅ ډول ديني محدوديتونه او احکام به د خلکو ازادي نه شي محدودولای. د يادې پروژې عملي تطبيق پيل شوی دی چې د سعودي دولت پرې سلګونه مېليارده ډالر پانګونه کوي. په دې ستر پلان کې د سلګونه سينماګانو سربېره د ګڼ شمېر ساحلي تفريحځايونو، د فحشاء مرکزونو، په لوړه کچه د شرابخانو او قمارځايونو پروژې شاملې دي.
غرب درک کوي چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره په سعودي کې حاکم فکر «وهابيت» يوه ننګونه ده او اړتيا ليدل کيږي چې په سعودي کې د بشپړ سيکولريزم د تطبيق لپاره لومړی اړينه ده چې د وهابيت فکر له منځه لاړ شي چې پخپله استعمارګرو د وخت سياسي وضعيت ته په کتو سره خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ترويج کړی و.
خو شهزاده سلمان خپلو بادارنو ته د دغې ستونزې د حل ډاډ هم ورکړ او ويې ويل چې: مونږ د خپلو متحدينو د غوښتو پر اساس وهابيت رامنځته کړی و او اوس چې شرايط بدل شوي او نور د وهابيت اړتيا نه ليدل کيږي، مونږ به عادي حالت ته راوګرځو او دغه فکر به له منځه يوسو. د همدې چارې لپاره هم اوس عملا ګامونه پورته شوي او هڅه کيږي چې په نږدې څو کلونو يا حد اکثر څو لسيزو کې به د وهابيت فکر له منځه يوسي، تر څو خلک له ديني محدوديتونو پرته په ازادۍ کې ژوند وکړي. په همدې موخه د سعودي په تعليمي نصاب کې د اساسي بدلونو لپاره په پلان کار پيل شوی. دولت هڅه کوي چې ځينې کتابونه چې د وهابيت منابع بلل کيږي راټول کړي او د خپلو کرايه مفتيانو د ټوپک ميل هم بل لور ته واړوي.


    د جالبیت  
|  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:2



   د نظر لیږد