کومې ټاکنې؟
05/02/2018 | نور

    د جالبیت   |  

3.4

5/


ارزیاب کنندګان:7

احمد یاسر

ورورسته له هغه چې په افغانستان کې د رای ورکوونکو د نوملیکنې پڅ بهېر پراخ غبرګونونه را وپارول، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ان ولسمشر له دیني عالمانو غوښتنه وکړه چي خلک د نوملیکنې په بهیر او راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅوي. دغه راز ځينې وزارتونه او دولتي ادارې په نوبتي شکل په دې خاطر جبري رخصت شول چې کارمندان يې په نومليکنه کې ګډون وکړي.
په کندهار او ځينو نورو ولايتونو کې بيا دا کار تر دې بريده اجباري شو چې مسؤلینو د ټولو محلي ادارو رئيساتو ته امر وکړ چې، هغه خلک ادارو ته له داخلېدو منعه کړئ او کارونه يې مه کوئ چې نومليکنه يې نه وي کړي. د سرکونو پر سر پوليس هم له خلکو څخه پوښتنه کوي او که چا نومليکنه نه وي کړي، نو تهديدوي يې او ګواښ ورته کوي.
ټاکنې د افغانستان په اتلس کلنې ډیموکراسۍ کي څو ځله تجربه شوې، ډېری خلکو په ولسمشريزو او پارلماني ټولټاکنو کې د ګډون خوند وڅاکه چې اوس نه يوازې په دغه ډول پروسو کې له ګډون څخه بېزاره دي، بلکې په خپلو پخوانۍ رایه ورکونه هم پښېمانه ښکاري. ځکه خلکو ته جوته شوه چې په افغانستان کې د ټاکنې واک له دوی سره نه شته، ولسمشر د ولس د رايو په پايله کې نه، بلکې د هغوی لخوا ټاکل کيږي چې راوستې يې دي.
د ۲۰۱۴ کال ټاکنو په ډاګه کړه چي د افغانستان لپاره د مشر ټاکلو واک له امریکا سره دی. د خلکو رايې سره له دې چې په بدل کې يې د دوی ګوتې پرې کيږي، هيڅ ارزښت نه لري او يوازې د افغان ولس د غولولو لپاره ترسره کيږي.
دغه راز په تېرو پارلماني ټاکنو کې هم نوماندانو خلکو ته داسې وعدې ورکولې چې له افغانستانه به ورته جنت جوړ کړي او د ولس ريښتينی استازيتوب به وکړي، خو وروسته روښانه شوه چې پارلمان ته تللي وکيلان د ولس وينې زبېښې، د دوی شتمنۍ لوټ کوي له کابينې سره معاملې کوي او له دې هر څه سربېره هغو معاهداتو ته قانوني بڼه ورکوي چې له امله يې هره ورځ لسګونه افغانان وژل کيږي، د دوی کلي او ښارونه ورانېږي او له ډول ډول کړاوونو سره مخ کيږي.
د ولسمشرانو په توګه کرزی او اشرف غني وو چې له امريکا سره يې ستراتېژيک او امنيتي تړونونه لاسليک کړل او همدا وکيلان وو چې دغو تړونونو ته يې په خپلو شنو کارډونو سره قانوني رنګ ورکړ. ځکه نو؛ افغانان پوهېدلې چې زمونږ رايه نه يوازې چې زمونږ راتلونکی نه ټاکي، بلکې زمونږ رايه زمونږ پر سر لويو استعماري معاملو ته لار پرانيزې.
خو د دې تر څنګ بايد افغانان په دې هم وپوهيږي چې په دغو ټاکنو کې د نه ګډون لامل يوازې دا نه دی چې د ټاکنې واک له بل چا سره دی او ټاکنې رڼې نه دي؛ بلکې د دې سربېره دغه ګډون د شريعت له نظره حرام دی او له امله يې انسان د اخروي عذاب مستحق ګرځي. پارلمان هغه ځای دی چېرې چې د الهي قانون پر ځای پکې بشري قوانين تصویبيږي، نو ايا موږ غواړو چې په هغو حرامو ټاکنو کې ګډون وکړو چې پخپل لاس پکې بشر ته د قانون جوړونې واک ورکوو، تر څو د الهي قوانينو د تطبيق مخه ونيول شي؟!


    د جالبیت  
|  

3.4

5/


ارزیاب کنندګان:7



   د نظر لیږد