ولس په درسترخوان کې د بدلون پر ځای بې دسترخوانه شو!
05/12/2018 | نور

    د جالبیت   |  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:2

احمد یاسر

د افغانستان د مرکزې احصایې ادارې د تازه سروې پايلې ښېی چې (۵۴.۵) سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. (۴۴) سلنه افغانان غذایې خوندیتوب نه لري او د بیکارۍ کچه هم (۲۴) سلنې ته رسېدلې. د سروې پايلې زياتوي چې له نيمايي ډېر افغانان له (۳۰) امريکايي ډالرو څخه لږ مياشتنی عايد لري. په (۱۳۹۱) کال کې د ورته سروې له پايلو سره د اوسنۍ سروې له پايلو جوتيږي چې په تېرو شپږوکلونو کې د فقر په کچه کې (۱۶) سلنه زياتوالی راغلی.
د امنيت ټيګښت، د فساد او بې کارۍ له منځه وړل، د خلکو په دسترخوان کې تغير راوستل، په هېواد کې سترې بنسټيزې پروژې پلې کول ... د ملي وحدت د حکومت د غبرګو مشرانو د ټاکنيز کمپاين شعارونه وو چې خلک يې پرې تېرايستل. اوس دغه حکومت څلور کلن شو، خو نه يواځې چې د افغانانو هيلې پوره نه شوې، بلکې په تېر پسې ارمان کوي او د ژوند په هره برخه کې يې منفي بدلون راغلی دی.
نا امني خپل وروستي حد ته رسېدلې ده، هره ورځ لسګونه او سلګونه افغانان د دولتي ځواکونو او مخالفينو په بريدونو، چاپو، بمي چاودنو او بهرنيو ځواکونو په بمباريو کې وژل کيږي. په ښارونو کې د غلچکيو بريدونو، بمي چاودنو او استخباراتي شبکو د حملو له امله خلک له ژونده بېزاره شوي. په ولايتونو او لېرو پرتو سيمو کې هم خلک له دوه ټاکنو سره مخ دي، يا به خپله سيمه، شتمني، کور او هر څه پرېږدي او په نسبتا امن سيمه کې به د اوسېدلو لپاره خيمه دروي او يا به مرګ ته غاړه ږدي.
بې کاري هم هغه حد ته رسېدلې چې، که په کومه دولتي اداره کې د څلورم او پنځم بست دنده اعلان شي، تر څلور پنځه سوه تنه زيات اشخاص ورته ځانونه نوموي. لوستي او له پوهنتونونو فارغ ځوانان په کراچيو کې مېوه او سبزي خرڅوي، يا د سرک پر غاړه د موبايل کارډونه پلوري او ډېری يې په هوټلونو او نورو ځايونو کې د خدمتګار او صفاکار په توګه کار کوي، سره له دې هم دوی ځکه نېکبخته بلل  کيږي، چې ګڼو لوستو ځوانانو ته ان د مستخدم او جاروکار په توګه د کار کولو ځای هم نه شته. نالوستې ځوانان خو اصلا د کار حق نه لري.
د فقر کچه دومره لوړه شوې چې د روانې بدمرغې جګړې له امله کونډې شوې ښځې تر نيمې شپې پورې د ښارونو په واټونو کې سوال ټولوي، تر څو يتيمو کوچنيانو ته يوه ګوله وچه ډوډۍ پيدا کړي. خلکو د جګړې له امله خپله شتمني او کور ته نفقه راوړونکي ځوانان له لاسه ورکړي په هرو دوه افغانانو کې يو يې ورځنۍ مناسبه غذا نه لري. مجبورې ميندې د يو ځوی د تداوۍ لپاره بل زوی پلوري او اړ پلرونه خپل نازولي زامن په مرګونو لارو بهر ته د پيسو ګټلو لپاره لېږي.
خو؛ دا د ټولو افغانانو حالت نه دی. چارواکي ښه ژوند لري، هغوی په لوکسو او ښکلو قصرونو کې اوسېږي، اولادونه يې په بهرنيو هېوادونو کې عيش کوي، په دستارخوانونو يې غوښې او پلونه پراته دي او د ارامۍ د هر ډول امکاناتو څښتنان دي. هغوی چي خالي جیبونه په حکومتي څوکيو کېناستل، اوس د میلیونونو ډالرو شتمنیو څښتنان دي او له ځانونو يې کانکريټي او انساني دیوالونه چاپیر کړي دي.
د دې ټولو ستونزو، بدبختيو او نابرابرۍ اصلي لامل د يرغلګرو لخوا د افغانستان اشغال او د پانګوالي نظام تحکيم دی. د دغه نظام اساس په اقتصادي نابرابرۍ ولاړ دی چې د ټولنې اکثريت خلک د فقر په توره خونه کې بندوي او ټوله پانګه د کم شمېر خلکو په لاس کې لويږي چې دوی بيا له اکثريت بې وسو خلکو څخه د غلامانو په توګه کار اخلي.
هيله ده چې د دې واقعيتونو په ليدلو سره به افغانان پوهېدلي وي چې پر دوی حاکم چارواکي د امريکا غلامان دي، دوی خپل ولس ته دروغ وايي او په ډول ډول درواغجنو وعدو يې غولوي. دوی ته لومړی د خپل بادار او ورپسې خپلې شخصي ګټې مهمې دي، که ولس په بمونو مري او که له لوږي، دوی يې نه پروا لري او نه پرې دردمن کيږي.

لا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ.

[صحيح البخاري]
مومن له یوه غاره دوه ځله نه چېچل کیږي.


    د جالبیت  
|  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:2



   د نظر لیږد